ولې د اسلام‌اباد تفاهم‌لیک د بحران مرحلې ته ورسېد؟
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i175142-ولې_د_اسلام_اباد_تفاهم_لیک_د_بحران_مرحلې_ته_ورسېد
پارس ټوډی – د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند د امریکا حکومت اقدامات د اسلام‌اباد د تفاهم‌لیک د نقض لامل او د دغه تفاهم‌لیک د پلي کېدو پر وړاندې د بحران رامنځته کوونکی بللی دی.
(last modified 2026-07-14T01:03:02+00:00 )
Jul 14, 2026 05:31 Asia/Kabul
  • ولې د اسلام‌اباد تفاهم‌لیک د بحران مرحلې ته ورسېد؟

پارس ټوډی – د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند د امریکا حکومت اقدامات د اسلام‌اباد د تفاهم‌لیک د نقض لامل او د دغه تفاهم‌لیک د پلي کېدو پر وړاندې د بحران رامنځته کوونکی بللی دی.

اسماعیل بقايي وویل: په دې کې شک نشته چې د اسلام‌اباد تفاهم‌لیک له بحران سره مخ شوی؛ خو اسلامي جمهوریت ایران هېڅکله د خپلو ژمنو په ماتولو کې مخکښ نه و، بلکې هغه لوری چې په دوامداره توګه یې ژمنې ماتې کړې، امریکا ده

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویاند دغه څرګندونه د دې پوښتنې د ځواب مهمه کلیمه ګڼل کېږي چې ولې د اسلام‌اباد یادداشت تفاهم له بحران سره مخ شو.

دغه تفاهم‌لیک د جګړې له پای وروسته د دې لپاره جوړ شوی و چې د کړکېچ د کمولو، د اوربند د ټینګښت او د بیا جګړې د مخنیوي لپاره یو چوکاټ رامنځته کړي؛ خو اوس د امریکا د وختي او پرله‌پسې ژمنو ماتولو له امله بحراني پړاو ته رسېدلی دی.

اسلامي جمهوریت ایران وايي چې په تېرو کلونو کې یې څو ځله ثابته کړې چې د نړیوالو ژمنو په پوره کولو کې یې له ښه نیت او جديت پرته بل څه نه دي کړي.

بقايي د ایران دې سابقې ته په اشاره ټینګار وکړ چې: هیڅوک نه شي کولای ایران د ژمنې په ماتولو تورن کړي.

خو د ایران په وینا، هغه څه چې د اسلام‌اباد تفاهم‌لیک یې بحران ته ورساوه، د امریکا له لوري د دغه ۱۴ مادې یادداشت د برخو ټوټه کول او د هغې د عملي کېدو مخنیوی و.

ایران له پیل څخه د ژمنه په بدل کې ژمنه سیاست د خپل چلند بنسټ ګرځولی او هر وخت چې مقابل لوري خپلو ژمنو ته ژمنتیا ښودلې، تهران هم په ښه نیت عمل کړی دی.

له همدې امله د ایران د ډیپلوماسۍ له نظره، اوسنی بحران یوازې حقوقي اختلاف نه، بلکې د باور بحران دی؛ هغه بحران چې ریښه یې د واشنګټن د اوږدې مودې ژمنه ماتوونکې سابقې کې ده.

د اختلاف له مهمو موضوعاتو څخه یو د اسلام‌اباد تفاهم‌لیک پنځم بند دی. دغه بند د هرمز تنګي د امنیتي مدیریت په اړه دی.

بقايي باور لري چې پنځم بند په ډېر وضاحت او دقت سره تنظیم شوی و، څو امریکا ته د خپلې خوښې د تفسیر امکان پاتې نه شي.

د دغه بند هدف دا و چې د عمان په مشوره یو ګډ میکانیزم رامنځته شي، څو د کښتۍ‌تګ راتګ امنیت تضمین شي او په ورته وخت کې د هرمز تنګي له پوځي ناوړه استفادې څخه د ایران پر ضد مخنیوی وشي.

بقايي وویل چې واشنګټن د ځینو سیمه‌ییزو لوبغاړو پر فشار راوړلو او د موازي میکانیزمونو په جوړولو سره، په عملي ډول د پنځم بند د پلي کېدو مخه ونیوله او ان ځینې بېړۍ یې دې ته هڅولې یا اړ کړې چې د تعقیب سیسټمونه بند کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند په وینا، دا اقدام د سمندري ټکرونو، چاپېریالي پېښو او په نړیوالو اوبو کې د ناامنۍ د زیاتېدو خطر لوړوي.

د بقايي د څرګندونو بله مهمه برخه د مسقط مذاکراتو په اړه د امریکايي چارواکو د ادعاوو ردول وو.

هغه په څرګندو ټکو وویل: دروغ ویل د امریکا د حکومت د چلند یوه برخه ګرځېدلې او هغوی پرې عادت شوي دي.

بقايي د ټرمپ هغه ادعا رد کړه چې ګواکې ایران په مسقط کې له ټولو مواردو سره موافقه کړې وه او وروسته یې پر بېړیو بریدونه کړي دي.

هغه ټینګار وکړ چې دا خبره هېڅ حقیقت نه لري.

د نوموړي په وینا، د مسقط مذاکرات یوازې د هرمز تنګي او د تفاهم‌لیک د پنځم بند پر موضوع متمرکز وو.

ایران د عمان په مشوره هڅه کوله چې د بېړیو د خوندي تګ راتګ لپاره یو میکانیزم جوړ شي، خو د ایران په وینا، پر عمان د امریکا ښکاره او پټ فشارونو دا بهیر ناکام کړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، دا لاسوهنه پخپله څرګندوي چې امریکا د سیمې د امنیت په لټه کې نه ده، بلکې د ناامنۍ د دوام هڅه کوي.

د اسلام‌اباد تفاهم‌لیک بحران یوازې د هرمز تنګي موضوع پورې محدود نه دی.

بقايي وویل چې د امریکا یو شمېر اقدامات، لکه د پوځي فشارونو دوام، بندیزونه او یو اړخیزې کړنې، په عملي ډول د دغه تفاهم‌لیک فلسفه تر پوښتنې لاندې راولي.

هغه زیاته کړه، که یو لوری په یوه توافق کې له پوځي فشار، سیاسي فشار او نورو اقداماتو څخه کار اخلي، نو بیا د یوه دوامدار تفاهم خبرې نه شي کېدای.

د تهران له نظره، د اسلام‌اباد تفاهم‌لیک لا په بشپړ ډول له منځه نه دی تللی؛ بلکې په داسې حالت کې دی چې بیا ژوندي کېدل یې د امریکا د چلند له بدلون او د خپلو ژمنو بېرته عملي کولو پورې تړلي دي.

ایران ټینګار کوي چې د هرمز تنګي امنیت باید د ساحلي هېوادونو له خوا او د سیمه‌ییزو میکانیزمونو له لارې تأمین شي، نه د هغو بهرنیو ځواکونو په شتون سره چې خپله د بې‌ثباتۍ له اصلي عواملو څخه دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار وکړ چې هر توافق هغه وخت پایدار پاتې کېدای شي چې د «ژمنه په بدل کې ژمنه» اصل رعایت شي.

د تهران له نظره، که یو لوری په یو اړخیز ډول د توافق مادې ماتې کړي او په عین حال کې د مقابل لوري د ټولو ژمنو د پوره کولو تمه ولري، پایله یې یوازې د توافق د بحران ژورېدل دي.

له همدې امله ایران، د ډیپلوماسۍ پر دوام ټینګار کوي، خو د اسلام‌اباد تفاهم‌لیک بېرته عادي مسیر ته ستنېدل د امریکا د «ژمنه ماتونې د درولو» او د واشنګټن له خوا د ټولو ژمنو د بشپړ عملي کولو پورې تړلي بولي.

د ایران په وینا، همدا شرط د بحران د پراخېدو د مخنیوي او سیمې ته د ثبات د بېرته راوستلو یوازینۍ لار ده.