بقايي: امریکا د جنګي جنایتونو د عادي کولو په لټه کې ده
پارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوي وویل، د امریکا واکمن لوری د بشردوستانه نړیوالو حقوقو د اساسي اصولو د له مینځه وړلو او د جنګي جنایتونو د عادي کولو په هڅه کې دی.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویندوي اسماعیل بقايي د هغو امریکائي چارواکو د ګواښونو په غبرګون کې، چې د عمومی بیخ بینائي تاسیساتو، پلونو او برېښناکوټونو په ضد ئې د برید خبره کړې، په یوه پیغام کې ولیکل: هېڅ امر د جنګي جنایت د ترسره کولو جواز نه شي کېدلی؛ د جنګي جنایتونو د توجیه لپاره په لوړپوړي امر استناد، د جنایت د ترسره کوونکو جزائي مسؤلیت نه ختموي.
بقايي وویل، د امریکاحکومت غواړي هغه څه چې د نړیوال بشردوستانه حقوقو او د انساني اخلاقو او تمدن له بنسټونو پاتې دي، د جنګ او وژنې لپاره د خپلې نه مړېدونکې لېوالتیا قرباني کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند په دې ټینګار وکړ،هغه تګلاره چې د پلونو او برېښناکوټونو ویجاړول روا ګڼي، په ښکاره ډول غیر قانونی او جنایتکار ا قدام دی.
هغه زیاته کړه: دا تګلاره د غچ اخیستنې او ډلهییزې سزا ښکاره بېلګه ده؛ داسې کړنې چې د نړیوالو حقوقو او د امریکا د کورنیو قوانینو له مخې، په تیره بیا د ۱۸ مادې، ۲۴۴۱ قانون (د جنګي جنایتونو قانون) له مخې، په څرګند ډول د دغو جنایتونو په توګه منع شوې دي.
بقايي څرګنده کړه چې دا ډول جنایتونه د وخت په تېرېدو سره نه ساقط کېږي. همدارنګه د امریکا د پوځي عدالت متحد آییننامه (Uniform Code of Military Justice) او د دفاع وزارت د جنګ د حقوقو لارښود په څرګند ډول ټینګار کوي چې پوځیان قانوني او اخلاقي دنده لري، څو د خپلو مشرانو له ښکاره غیر قانوني امرونو څخه سرغړونه وکړي.
هغه په پای کې ټینګار کړی:ایران د زورواکۍ او قانون ماتونې پر وړاندې په ټینګ او پرېکنده توګه ولاړ دی.