ایران له تیریګرو سره د ملګرتیا په اړه بریتانیا ته خبرداری ورکړ
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د ایران پرضد د انګلستان کړچار د نه توجیه وړ وباله او له تیریګرو سره د هر ډول ملګرتیا په اړه یې لندن ته خبرداری ورکړ.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر «اډ میلبینډ» پرون مازیګر د ایران د باندنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره په ټيلي فوني تماس کښې د سیمې او د نړۍ د بدلونونو او د دوه اړخیزه اړیکو په هکله خبرې وکړې.
عراقچي د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو پرضد د اقداماتو په ترسره کولو او دغه راز د ایران پرضد د امریکا او د صهیونیسټ رژيم په دوو تپلیو جنګونو کښې د انګلستان د ملګرتیا کولو په شمول د ایران په اړه د انګلستان ناوړه کړچار وغاند او په دې زمینه کښې یې د بریتانیا د حکومت د بیا کتنې پرضرورت تینګار وکړ.
د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي په سیمه کښې د اوسني حالت د اصلي عامل په توګه د ایران پرضد د صهیونیسټ رژيم او د امریکا د پوځي تیري په یادولو سره ډاګینه کړه: د ایران اسلامي جمهوریت په ښه نیت سره ډيپلوماټیک بهیر ته ورګډ شو او د غبرګولې د میاشتې په اتویشتمه نیټه یې د جنګ د ختمولو تفاهم نتیجې ته ورسوه خو امریکا بیا هم د ژمنې تر پښو لاندې کولو سره د دغه تفاهم لیک خنډ شوه.
د انګلستان خارجه وزیر اډ میلیبینډ هم د خپل هیواد د نوي حکومت د کړچار په بیانولو سره وویل مونږ له ایران سره د جنګ برخه نه یوو او د مسائیلو د حل کولو لپاره په ډيپلوماسۍ باندې باور لرو.
هغه په سیمه کښې د کړکیچ د کمولو او د اړیکو د ښه کولو لپاره له ایران سره د ډيپلوماټیکو تعاملاتو د دوام پرضرورت ټینګار وکړ.