غریب‌ابادي: د ایران ملت د ګواښ پر وړاندې لا ټینګ درېږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i176802-غریب_ابادي_د_ایران_ملت_د_ګواښ_پر_وړاندې_لا_ټینګ_درېږي
پارس‌ ټوډی – د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ټینګار کړی، چې د ایران ملت نن خپل برخلیک ټاکي، د فشار پر وړاندې شاتګ نه کوي او د تحمیل او ګواښ پر وړاندې لا ټینګ درېږي.
(last modified 2026-08-19T08:24:48+00:00 )
Aug 19, 2026 12:53 Asia/Kabul
  • کاظم غریب‌ابادي، د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال
    کاظم غریب‌ابادي، د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال

پارس‌ ټوډی – د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ټینګار کړی، چې د ایران ملت نن خپل برخلیک ټاکي، د فشار پر وړاندې شاتګ نه کوي او د تحمیل او ګواښ پر وړاندې لا ټینګ درېږي.

د پارس‌ ټوډی د راپور له مخې، چې د صداوسیما خبري اژانس په حواله یې خپور کړی، د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریب‌ابادي د زمري د ۲۸مې کودتا د کلیزې په مناسبت په ټولنیزو رسنیو کې ولیکل: «د ۱۳۳۲ لمریز کال د زمري د ۲۸مې کودتا د ایران د ملت په اراده او د خپل برخلیک د ټاکلو پر حق د امریکا او بریتانیا مستقیمه لاسوهنه وه؛ داسې تاریخ چې نه پاکول کېدای شي او نه هېرول کېدای.»

هغه زیاته کړه: «د یوه ملت په برخلیک کې بهرنۍ لاسوهنه، په هر نوم چې وي، استعمار او د خلکو د حاکمیت پر حق تېری دی

غریب‌ابادي وویل: «نسلونه تېرېږي، خو یوه حقیقت نه بدلېږي؛ هغه هېواد چې د خپل برخلیک واک یوه پردي ته وسپاري، دروند قیمت به یې ورکړي