نړیوال جنګونه او د هغوې حل کول سخت شوي دي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش د دغه نړیوال ارګان په عمومي اسمبلۍ کښې د ملګروملتونو د سولې په عملیاتو کښې د بیا کتنې په هکله وویل: مونږ د حکومتونو ترمینځ د جنګ د بیا زیاتیدا کتونکي یوو.
دغه راز داخلي جنګونه زیات شوي دي؛ هغه جنګونه چې همدا اوس له مخکې څخه زیات نړیوال شوي دي اوږده شوي دي او د دغو جنګونو حل کول لا سخت دي.
هغه د ملګروملتونو په عمومي اسمبلۍ کښې وویل:د سولې د ساتلو عملیات یوازې هغه وخت دیره شي چې د سولې یوه موافقه یا لږ تر لږه یو پیاوړی اوربند وي خو کله چې د وجود د ساتلو لپاره سوله نه وي نو سوله نشو ساتلی.
ګوټریش وویل جیو پولیټیک د بدلیدا په حال کښې دی.
قدرت تیت پرک شوی او د نړۍ لیدتوګي لا متنوعې شوي دي.
نوی قطبونه د څرګندیدا په حال کښې دي او د شخړې نوې کرښې د بڼه د خپلیدا په حال کښې دي.
د ملګروملتونو سرمنشي ګوټریش ټینګار وکړ د جنګونو شمیر له نولس سوه پینځویشتم میلادي کال وروسته تر خپلو ټولې لوړې سویې ته رسیدلي دي او د دغه حالت انساني لګښت د زیاتیدا په حال کښې دی؛ په دې ډول چې په تیرو پینځو کلونو کښې جنګونو ته د اړونده وژل شویو کسانو شمیر د تیرو پینځویشو کلونو له شمیر څخه زیات دی.
ګوټریش وویل له دې سره په یووخت د جنګونو ماهیت په چټکۍ سره د بدلیدا په حال کښې دی. له بې پایلوټه الوتکو د زیاتې پوځي استفادې کتونکي یوو او په هوش مصنوعي باندې د سمبالو مرګونو وسلو د کارولو په اړه د اندیښمنونکي لرلید کتونکي یوو.
هغه خبرداری ورکړ چې د اټومي وسلو ګواش هم یوځل بیا زیات شوی دی او په ملکي وګړو او غیر پوځي بیخ بنایانو باندې بیا بیا بریدونه کيږي.