سردار محبي: دښمن به د خپلې غلطې محاسبې بیه پرې کړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i177442-سردار_محبي_دښمن_به_د_خپلې_غلطې_محاسبې_بیه_پرې_کړي
پارس‌ ټوډی - د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ویاند، حسین محبي، د ایران په جنوب کې د لارک ټاپو پر وړاندې د امریکا د تېري په غبرګون کې ټینګار کړی چې دښمن به په اقتصادي او پوځي دواړو برخو کې د خپلې غلطې محاسبې بیه پرې کړي.
(last modified 2026-08-31T04:35:52+00:00 )
Aug 31, 2026 09:03 Asia/Kabul
  • سردار محبي: دښمن به د خپلې غلطې محاسبې بیه پرې کړي

پارس‌ ټوډی - د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ویاند، حسین محبي، د ایران په جنوب کې د لارک ټاپو پر وړاندې د امریکا د تېري په غبرګون کې ټینګار کړی چې دښمن به په اقتصادي او پوځي دواړو برخو کې د خپلې غلطې محاسبې بیه پرې کړي.

د «صدا او سیما» خبري اژانس د راپور له مخې، د سپاه پاسداران ویاند حسین محبي د لارک ټاپو پر وړاندې د امریکا د تېري په غبرګون کې په یوه پیغام کې لیکلي: «دا اقدام د ټرمپ د رژیم له لوري په اقتصادي جګړه کې یوه ستراتېژیکه او مرګونې تېروتنه وه؛ داسې تېروتنه چې د ځواک توازن به د دې اقدام د طرحه کوونکو پر ضد بدل کړي او درانه لګښتونه به ولري

هغه ټینګار کړی: «دښمن به په اقتصادي او پوځي دواړو برخو کې د دې غلطې محاسبې بیه پرې کړي.