غریب‌آبادي: باید له دې سیمې د بهرنیانو پښې پرې شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i177476-غریب_آبادي_باید_له_دې_سیمې_د_بهرنیانو_پښې_پرې_شي
پارس‌ټودي ـ د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال، د لارک پر ټاپو د امریکا له برید وروسته، د ایران د وسله‌والو ځواکونو د پرېکنده غبرګون په ستایلو سره وویل: باید له دې سیمې د بهرنیانو پښې پرې شي.
(last modified 2026-09-01T00:22:43+00:00 )
Sep 01, 2026 04:50 Asia/Kabul
  •  غریب‌آبادي: باید له دې سیمې د بهرنیانو پښې پرې شي

پارس‌ټودي ـ د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال، د لارک پر ټاپو د امریکا له برید وروسته، د ایران د وسله‌والو ځواکونو د پرېکنده غبرګون په ستایلو سره وویل: باید له دې سیمې د بهرنیانو پښې پرې شي.

پارس‌ټودي ـ د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال، د لارک پر ټاپو د امریکا له برید وروسته، د ایران د وسله‌والو ځواکونو د پرېکنده غبرګون په ستایلو سره وویل: باید له دې سیمې د بهرنیانو پښې پرې شي.

د صداوسیما خبري اژانس د راپور له مخې، کاظم غریب‌آبادي وویل، د ایران وسله‌والو ځواکونو ثابته کړه چې د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا پر وړاندې هر ډول اقدام ته، په هره کچه چې وي، پرېکنده ځواب ورکول کېږي. باید له دې سیمې د بهرنیانو پښې پرې شي او هغوی باید جدي درس واخلي، څو بیا د ایران پر وړاندې خپل تېري تکرار نه کړي.

د امریکا پوځ د یکشنبې په ماښام د ایران په جنوب کې د لارک ټاپو پر ځینو برخو برید وکړ، چې له امله یې یو شمېر ایراني مدافعان او هېوادوال شهیدان او ټپیان شول او عامه او شخصي شتمنیو ته هم زیان واوښت. د ایران وسله‌والو ځواکونو هم په غبرګون کې په اردن او اماراتو کې د امریکا پوځي اډې په نښه کړې.