ملګری ملتونه؛ د ایران د عدالت غوښتنې لپاره یو لوي ټریبیون (تبصره)
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i178600-ملګری_ملتونه_د_ایران_د_عدالت_غوښتنې_لپاره_یو_لوي_ټریبیون_(تبصره)
پارس تودی- د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: سږ کال، ملګرې ملتونه، د ایران د خلګو، د میناب د ښوونځی د شهیدانو او د شهید رهبر د مظلومیت د بیانولو لپاره یو دریځ دی.
(last modified 2026-09-23T09:34:47+00:00 )
Sep 23, 2026 11:06 Asia/Kabul
  • د ملګر ملتونو عمومي غونډه
    د ملګر ملتونو عمومي غونډه

پارس تودی- د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: سږ کال، ملګرې ملتونه، د ایران د خلګو، د میناب د ښوونځی د شهیدانو او د شهید رهبر د مظلومیت د بیانولو لپاره یو دریځ دی.

د سیدعباس عراقچي دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په ترڅ کې په نیویارک کې د ایران د اسلامي جمهوریت د حضور پلان روښانه کوي. ایران سږ کال نیویارک ته تللی، څو یو څرګند حقیقت په لوړ غږ بیان کړي؛ امریکا او صهیونیستي رژیم پر ایران پوځي تېری کړی او د ایران ولس د دغو بریدونو بیه پرې کړې ده. دا جګړه د ایران لپاره یوازې یوه پوځي جګړه نه وه؛ بلکې د نړیوال نظم لپاره یوه ستره ازموینه وه. ایران په پوځي ډګر کې له خپلې خاورې دفاع وکړه او اوس په دیپلوماتیک ډګر کې د دې جګړې له حقیقت څخه دفاع کوي.

عراقچي زیاته کړه: وضعیت لا هم جګړه‌ییز دی. له همدې امله، نیویارک ته د ایران د پلاوي سفر یو عادي دیپلوماتیک سفر نه دی؛ بلکې په بل ډګر کې د ایران د دفاع دوام دی. دا ځل ډګر د ملګرو ملتونو سازمان دی، د نړۍ افکار عامه دي، نړیوالې رسنۍ دي؛ هغه ډګر دی چې حقیقت پکې ثبتېږي او د هغه د تحریف مخه نیول کېږي.

د دې نوملړ په سر کې د ایران د اسلامي جمهوریت د شهید رهبر عنوان ځای لري. د یوه هېواد د رهبر شهادت د پوځي تېري پر مهال داسې موضوع نه ده چې د جګړې له دوسیې څخه جلا وبلل شي. دا د هغې جګړې د واقعیت یوه برخه ده چې د ایران ولس ورسره مخ شو. د میناب په ښوونځی د دښمنانو برید هم د همدې حقیقت په زړه کې ځای لري. ۱۶۸ ماشومان او ښوونکي شهیدان شول؛ هغه ماشومان چې په ټولګي کې وو، نه د جګړې په ډګر کې. د هغوی شهادت یوازې یوه شمېره نه ده؛ بلکې یو جنایت دی چې باید په اړه یې ځواب ورکړل شي. له همدې امله، د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو پر وړاندې یوه لا ستره پوښتنه مطرح کړه او هغه دا ده چې څنګه کولای شو پر دغه سازمان له لاسه تللی باور بېرته راژوندی کړو؟

د سږ کال د عمومي غونډې شعار «پر ملګرو ملتونو د باور بیا راژوندي کول» دی. دا شعار په داسې شرایطو کې مطرح کېږي چې د نړیوالو بنسټونو اعتبار له جدي فشار سره مخ دی. کله چې پوځي تېری ترسره کېږي او د نړیوالې ټولنې غبرګون د هغه له کچې سره په تناسب کې نه وي، باور زیانمنېږي. کله چې د بشري حقونو ملاتړ انتخابي بڼه غوره کړي، باور له منځه ځي. کله چې قانون د ځینو هېوادونو لپاره سخت او د ځینو نورو لپاره د سترګو پټولو وړ وګرځي، د نړیوال عدالت مفهوم خپل اعتبار له لاسه ورکوي. د ایران مسئله هم دقیقاً همدا ده: ولې باید نړیوال قانون د ایران د ولس په اړه له پامه وغورځول شي؟

دا پوښتنې اوس په نیویارک کې مطرح کېږي. ایران نه غواړي چې د جګړې دوسیه د نړۍ په ورځنیو خبرونو کې ورکه شي. نه غواړي چې د میناب ښوونځي د شهیدانو شهادت هېر شي. نه غواړي چې د ایران د رهبر شهادت د جګړې په تاریخ کې یوازې په یوه کرښه بدله شي. تهران راغلی دی، څو ووایي چې د ایران د ولس حق غوښتنه لا پای ته نه ده رسېدلې. له همدې امله، د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر مسعود پزشکیان او د هغه د ملګري پلاوي لیدنې، په عمومي غونډه کې وینا، له رسنیو سره خبرې، د هېوادونو له مشرانو سره لیدنې او څو اړخیزې ناستې، ټول یو ګډ هدف لري او هغه نړۍ ته د ایران د روایت رسول دي.

دا ډیپلوماسي د حق غوښتنې ډیپلوماسي ده. د ایران ولس د دښمنانو د تېري پر وړاندې ودرېد، شهیدان یې ورکړل، لګښت یې پرې کړ، خو تسلیم نه شو. اوس ایراني چارواکي نیویارک ته تللي دي، څو د هغو کسانو غږ شي چې نور د خبرو کولو توان نه لري؛ د میناب د ښوونځي د شهیدانو غږ، د شهید رهبر غږ، د غمجنو کورنیو غږ او د هغه ولس غږ چې وایي د جګړې حقیقت نه شي تحریفېدای.

ملګري ملتونه سږ کال د باور د بیا راژوندي کولو خبره کوي. ایران هم روښانه ځواب لري: باور په شعارونو نه راژوندی کېږي؛ په عدالت راژوندی کېږي. د قانون په یو شان پلي کولو راژوندی کېږي. د تېري کوونکي د حساب ورکولو له لارې راژوندی کېږي. له همدې امله، نیویارک سږ کال د ایران لپاره د حق غوښتنې دریځ دی؛ د ایران د شهیدانو دریځ او د هغې جګړې د حقیقت دریځ چې پر دې ولس تپل شوې ده.