یوه مور، شپه د خپل زوی تر څنګ سبا کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i178870-یوه_مور_شپه_د_خپل_زوی_تر_څنګ_سبا_کوي
کمپله یې غوړولې او بالښت یې د قبر تر څنګ ایښی دی؛ داسې ښکاري چې نن شپه به هم د تېرو شپو په څېر خپل زوی یوازې پرېنږدي. دا د میناب هدیره ده او هغه ښځه چې د ۱۴۰۴ کال د کب له ۹مې راهیسې یې شپې نورې د پخوا په څېر نه دي.
(last modified 2026-09-26T11:30:01+00:00 )
Sep 26, 2026 15:51 Asia/Kabul
  • یوه مور، شپه د خپل زوی تر څنګ سبا کوي

کمپله یې غوړولې او بالښت یې د قبر تر څنګ ایښی دی؛ داسې ښکاري چې نن شپه به هم د تېرو شپو په څېر خپل زوی یوازې پرېنږدي. دا د میناب هدیره ده او هغه ښځه چې د ۱۴۰۴ کال د کب له ۹مې راهیسې یې شپې نورې د پخوا په څېر نه دي.

ښايي که څوک له لرې دغه صحنه وویني، په لومړي سر کې به پرې پوه نه شي چې ولې یوه مور باید خپله بستره هدیرې ته راوړي. خو کافي ده لږ نور ورته وګوري. د یوه ماشوم د عکس چوکاټ ویني چې پر قبر ولاړ دی؛ داسې یو هلک چې څېره یې لا هم د ماشوموالي نښې لري. د عکس تر څنګ ګلان ایښودل شوي دي. څو قدمه وړاندې د نورو ماشومانو عکسونه هم ښکاري. پر قبرونو د هغوی له پاسه بیرغونه رپېږي او د دې ټولو انځورونو په منځ کې هغه څه چې تر ټولو ډېر انسان متوقف کوي، هماغه بالښت او کمپله ده چې مور د ځان لپاره راوړي دي.

 مور راغلې چې د خپل زوی تر څنګ ویده شي. همدومره. ښايي د دې عکس لپاره همدا تر ټولو ساده تشریح وي.

د هغې زوی د ۱۴۰۴ کال د کب په ۹مه له هغې واخیستل شو؛ په هغه برید کې چې د میناب ۱۶۷ ماشومان یې هم قرباني کړل. له هغې ورځې راهیسې، د دې مور لپاره «کور» نور هغه ځای نه دی چې پخوا وو. د زوی کوټه شته، وسایل یې شته، عکسونه یې شته، خاطرې یې شته؛ خو خپله زوی نشته. او د یوه ماشوم نشتون داسې څه نه دي چې وکولای شي ورسره عادت وکړي. میندې عادت نه کوي.