د ایران د پوځ ویاند:
امریکایان د هرمز تنګي ته د نږدې کېدو جرئت نه لري
پارس ټوډی – د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ ویاند، امیر بریدجنرال اکرمنیا ویلي، امریکایان د ایران له ساحلونو څخه د ۵۰۰ کیلومترو په واټن کې دي او د هرمز تنګي ته د نږدې کېدو جرئت نه لري.
د صداو سیما خبري اژانس د را پور له مخې؛ اکرمنیا د ایران د هوايي دفاعي پوښښ د پیاوړتیا په خبر ورکولو سره ویلي، د دغه هېواد وسلهوال ځواکونه د دویمې او درېیمې تحمیلي جګړې په پرتله اوس له پیاوړو دفاعي وړتیاوو برخمن دي.
هغه زیاته کړه، د ایران د پوځ او د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران د هوافضا ځواک ګډ پوځي تمرینونه ترسره شوي، چې په ترڅ کې یې نوي دفاعي تجهیزات او د جګړې نوي تاکتیکونه ازمویل شوي دي.
د ایران د پوځ ویاند د سوداګریزو بېړیو له مالکانو وغوښتل چې د هرمز تنګي د تېرېدو لپاره له ایراني وسلهوالو ځواکونو سره همغږي وکړي او د فارس خلیج د اوبو لارې د مدیریت ادارې اجازه ترلاسه کړي.
اکرمنیا د هرمز تنګي د ناامنۍ او نړیوال اقتصاد ته د زیان رسېدو لامل د امریکا مداخله او حضور وباله او له دې تنګي څخه یې د امریکايي ځواکونو ایستل د ثبات د بېرته ټینګښت یوازینۍ لار وبلله.
هغه په پای کې وویل، امریکایان د هرمز تنګي ته د نږدې کېدو جرئت نه لري او له ایراني ساحلونو څخه تر ۵۰۰ کیلومترو ډېر واټن لري.
نوموړي زیاته کړه، د ایران د وسلهوالو ځواکونو د پلان شویو عملیاتي اقداماتو په پلي کېدو سره به امریکايي ځواکونه په راتلونکو ورځو کې لا لرې سیمو ته ولاړ شي.