په فرانسه کې اوسنی وضعیت د پاریس د بهرني سیاست پایله ده
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي په فرانسه کې د ناکراریو په اړه د امانوېل مکرون څرګندونو ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې دا وضعیت د پاریس د بهرني سیاست پایله ده.
عراقچي پر اېکس پاڼه کې لیکلي، چې د ایران پر ضد د امریکا د اقداماتو ملاتړ د فرانسې د ولسمشر مکرون له لوري د اوسني وضعیت په رامنځته کېدو کې ونډه لرلې ده.
هغه همداراز ویلي، چې د فرانسې خلک د بنسټیزو بدلونونو غوښتونکي دي، چې پکې د غونډو او راټولېدو د آزادۍ تضمین هم شامل دی.
دا غبرګون وروسته له هغه څرګند شوی، چې مکرون په فرانسه کې د سون توکو د بیو لوړېدل د ایران پر ضد د امریکا له جګړې سره تړلي وبلل.
په ورته وخت کې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي هم د فرانسې د حکومت پر دوهګوني سیاست نیوکه کړې او له پاریس یې غوښتي، چې د کورنیو لاریونونو په وړاندې خپل چلند او د ایران په چارو کې لاسوهنه وارزوي او له دوهګوني سیاست څخه لاس واخلي.