ایران په اوسنی ایټمی پروګرام سره ایټم بم نشی جوړولی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i35668-ایران_په_اوسنی_ایټمی_پروګرام_سره_ایټم_بم_نشی_جوړولی
زمونږخبریال دفارس خبری آژانس له قوله راپورراکړ د امریکا خارجه وزیر جان کری ویلی دی له ایران سره ایټمی موافقه به پخپل ځای باقی پاتې وی او له دغې موافقې سره ایران دایټم بم دجوړولو وس نه لری .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 19, 2016 12:08 Asia/Kabul
  • ایران په اوسنی ایټمی  پروګرام سره  ایټم  بم نشی جوړولی

زمونږخبریال دفارس خبری آژانس له قوله راپورراکړ د امریکا خارجه وزیر جان کری ویلی دی له ایران سره ایټمی موافقه به پخپل ځای باقی پاتې وی او له دغې موافقې سره ایران دایټم بم دجوړولو وس نه لری .

  هغه  له بوسټن ګلوب خپرونې سره په خصوصی خبرو کې  مدعی شوی      د جامعې ایټمی موافقې    په نتیجې کې   دایران  ایټمی پروګرام چې  په چټۍ سره  دایټم دجوړونې اولانجمن لوری  وخوا ته روان  ؤ ، اوس  یوه داسې پروګرام دی چې   له دې سره   هیڅ ډول ایټم بم نشی جوړولی .

 هغه په عین حال کې    پخپل هیواد کې  دایران په ضد  دنوو بندیزونو  تصویبیدو او  دجامعې ایټمی موافقې  اجرا  خلاف ورزیو ته  له کومې اشارې پرته  ټڼیګار کړی ،  دغه موافقه  پخپل ځای باقی پاتې ده او   نتیجه ئې ورکړې ده .

 جان کری دخپلو څرګندونو په یوې برخې کې   دسورئې دبحران په باب   د اوباما په حکومت کې داخلی اختلافاتو  ته په اشارې سره  ویلی دی ، مونږ له بده مرغه    موخو په  خپل داخل کې  دسورئې دشخړې  په زمینې کې  له روسیې  سره دموافقې  په باب  اختلافات لرو   چې  اجرا ئې ډیره سختیږی ، خو   مونږ پر دغې موافقې  باؤر درلود او   اغیزمنه کیدلی شوه .

 جان کری په دوام کې ویلی دی ،   د دغې وضوع په نسبت  افسوس  کوو اودافکر هم کوو چې   دموافقې سره خرابول   یوه تیروتنه وه ،  خیال کوو چې که  ترسره شوی وائ ،  نو  غوره  نتیجه به ئې درلودلی وائ   اوس  وضعیّت په بشپړ ډول فرق کوی .