د بحرینی ځوانانو اعدامول د ال خلیفه رژیم د نسکوریدا سبب کیږی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i38440-د_بحرینی_ځوانانو_اعدامول_د_ال_خلیفه_رژیم_د_نسکوریدا_سبب_کیږی
د اسلامی مذهبونود تقریب دنړیوالې ټولنې عمومی منشی ایت ا.. محسن اراکی نن د ال خلیفه رزیم په لاس د دریو بحرنی ځوانانو د پانسۍ کولو د غندلو په ترڅ کې د هغو کورنیو ، د بحرین عالمانو ، د بحرین مظلوم ولس او مشهور عالم شیخ عیسی قاسم ته تسلیت ووایه .
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Jan 16, 2017 15:36 Asia/Kabul
  • د بحرینی ځوانانو اعدامول د ال خلیفه رژیم د نسکوریدا سبب کیږی

د اسلامی مذهبونود تقریب دنړیوالې ټولنې عمومی منشی ایت ا.. محسن اراکی نن د ال خلیفه رزیم په لاس د دریو بحرنی ځوانانو د پانسۍ کولو د غندلو په ترڅ کې د هغو کورنیو ، د بحرین عالمانو ، د بحرین مظلوم ولس او مشهور عالم شیخ عیسی قاسم ته تسلیت ووایه .

ایت ا... اراکی وویل د ازادی غواړو بحرینی ځوانانوپه اعدامولو کې د بحرین د واکمنانو جنایت به ډیر ژر د دغه هیواد د دیکتاتوری نظام د نسکوریدا شبب شی .

د ال خلیفه رژیم د اتبار په سهار  په چټی تور درې بحرینی ځوانان اعدام کړل .

له بلې خوا د عراق د قانون دولت ایتلاف مشر نوری مالکی هم د اله خلیفه رژیم په لاس د دریو بحرنی ځوانانو اعدامول یو زشت جنایت او ظالمانه اقدام وباله .

نوری مالکی له بشر دوستانه ادارو غوښتل چی د بحرین د خلکو د حقوقو د خلاف ورزۍ موضوع تعقیب کړی . هغه زیاته کړه د عراق ولس د بحرین له چارواکو غواړی چی د خلکو له وژلو ، نیولو او کډوالو لاس واخلی .