اسلامی ایران دسیمې دهیوادونو پیاوړی اوقدرتمند ورور هیواد دی .
زمونږخبریال راپورر اکړ د تهران دجمعې لمانځه خطیب آیت ا...سید احمدخاتمي دجمعې لمانځه په خطبو کې په دې خبرې په ټينګار سره چې دایران اسلامی جمهوریت د سیمې دهیوادونو یو قدرتمند ورور دی، وویل ، داسلامی ایران اقتدار د دغو هیوادونو د ثبات دلارې مشال دی .
هغه دامریکا داوسني جنجاليولسمشر ډونالډ ټرمپ واک ته له رسیدو وروسته په سیمې کې له ایرانه دویرولو د بهیر زیاتیدا ته په اشارې سره وویل ، دسیمې دهیوادونوواکوالان دې پوه شي ، چې امریکا له هغو یوازې په ناسمې استفادې پسې ده او دعراق د نسکور شوي صدام دیکتاتور په شان به دوي هم څنګة کړي .
دتهران دجمعې لمانځه خطیب همداراز دې ته په اشارې سره چې امریکا دسیمې دهیوادونو په ویشلو پسې ده ، روښآنه کړه ، دسیمې هیوادونه باید دامریکایانو پردغې فتنې خپلې سترګې پټې نه کړي اوځير دې ورته ووسي .
سید احمد خاتمي همدراز زیاته کړې ، که ایران نه وائ ،نو اوس به داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې په عراق ،سورئې اولبنان کې حکومت جوړ کړی وائ
دتهران د جمعې لمانځه خطیب همداراز په دې په ټينګار سره چې په سورئې کې دالوت دمنع کونې سیمې له جوړیدا دامریکا اودهغې دمتحدانو موخه دکډوالو دیره کول نه دي روښآنه کړه ، لویدیځوال دسورئې دویشلو په موخې سره په دغې سیمې کې ترهه ګرو ته په پناه ورکولو پسې دي .