دایران او ګاونډيو هیوادونو ترمینځ داقتصادي اړیکو پراختیا
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i42186-دایران_او_ګاونډيو_هیوادونو_ترمینځ_داقتصادي_اړیکو_پراختیا
دآذربایجان جمهوریت یو ریل ګاډی په آزمایشي ډول دایران داسلامی جمهوریت آستارا ولسوالۍ ته راورسید او دغه راز د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمینځ د ریل پټلۍ په وسیله ټرانسپورټي مناسبات پيل شوي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 04, 2017 12:20 Asia/Kabul
  • دایران او  ګاونډيو هیوادونو ترمینځ  داقتصادي  اړیکو پراختیا

دآذربایجان جمهوریت یو ریل ګاډی په آزمایشي ډول دایران داسلامی جمهوریت آستارا ولسوالۍ ته راورسید او دغه راز د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمینځ د ریل پټلۍ په وسیله ټرانسپورټي مناسبات پيل شوي دي .

دا خبر  دیوه  داسې لوړګام  داخستو ځيری ورکوي چې  ایران اوآذربایجان جمهوریت  ئې ژمنه کړې وه، څو  دایران    دشمال –جنوب د نړیوال ټرانسپورټي کریډور مهم کړۍ  پشپړ شي .  دیران او آذربایجان  جمهوریت  دریل پټلۍ   د  وصل کیدو دموافقې سند،  د ۲۰۱۵کال  په اکتوبر کې   دایران او آذربایجان جمهوریت   داقتصادي ملګرتیاؤ دکمیشن  په غونډې کې  لاسلیک شوی  دی .  دغه کریډور  به  له فارس خلیج سیمې او هندوستان سره  د  اروپائي  هیوادونو ،مینځنۍ  آسیا ،روسیې  او قفقاز  سیمې د ارتباط  زمینه برابره کړي  او  دایران اوآذربایجان  جمهوریت   دریل پټلۍ  د یوځاي کونکي ټکي په توګه   په   دغه کریډور کې  دآستارا بندر  به  له  اوّور ایشیا سره  دایران  تجارتي دروازه وي . 

 د ایران  او آذربایجان  جمهوریت  د مسئولانو د  موافقې په اساس  ، د  دواړو هیوادونو ترمینځ   د آستارا-آستارا  ریل پټلۍ  دیوځاي کیدا پلان   د  ایران په خاورې  کې  تر  دووکلومیټر و او د  آذربایجان جمهوریت  په خاورې کې هم   تر اتو کلومیټرو پورې په  حدودو کې داجرا کیدا په  حال کې دی   او  په  ترسره شوي پلانونې سره ، به  دریل پټلۍ د جوړولو  بهیر په چټکۍ سره  ترسره شي . کابو دوه کاله مخکې وه چې   د اینچه برون  پولې ته  له ترکمنستانه  دلومړني ریل  په  واردیدو سره  په دغې سیمې کې د ریل  ګاډي چغه    هم   واوریدل شوه .  له دې مخکې هم  په سرخس تجن   سیمې کې ، دایران  ریل پټلۍ  دترکمنستان له لارې  مینځنۍ آسیا سره  یوځاي شوې وه ..د ایران ، ترکمنستان  او قزاقستان   د ریل لارې  د ګډې پروژې افتتاح  ،  د ۲۰۱۴کال په دسمبر کې   د درو  واړو  هیوادونو د ولسمشرانو په شتون سره  شوې وه . د دریل لارې د دغو کرښو  په پرانیستو سره ،   دختیځ او لوديځي نړۍ ترمینځ  ،یعني په ختیځ کې له چینه  تر مینځنۍ آسیا پورې  او  په لوديځي نړۍ کې هم له تر لودیيځي  هیوادونو  پورې دنړیوال تجارت   مځکنۍ ټرانسپورټي لاره  کابو  ترلس زره کلومیټرو پورې  لنډه  شوه .  اوس  د رشت اوآستارا دریل پټلۍ  د پروژې     ګام په ګام  بشپړتیا  او  د آذربایجان جمهوریت  ریل پټلۍ سره  ئې په  یوځاي کیدا سره به   ، ایران ،  له نوي لارې  له مینځنۍ آسیا اوقفقاز سره   و ګنډل شي . دقزوین – رشت – آستارا  دریل لارې اجرا د شمال  جنوب کریډور  دپلان یوه بله برخه ده  چې   د ټاکل شوي  پروګرام په اساس ، د روان کال تر پاي پورې     د آستارا ریل پټلۍ سره  دیوځآي کیدا په باب  د دغه پلان  دبشپړولو  لپاره هڅې  دوام لري .  دشمال  جنوب په دغه کریډور کې  دبندرعباس ریلی لاره  ،  دآذربایجان  جمهوریت تر آستارا  او  له هغه ځایه  تر روسیې او دشمالي اروپا  هیوادونو پورې  لاره پکې شاملیږي .

دترسره شویو  پلانونو  په اساس ،ددغې ریلي پروژې په بشپړ استفادې سره،  دایران او آذربایجان  جمهوریت  ترمینځ   داړیکو اندازه ،  داوسني وضعیَت  تر څلور برابره   لوړیږي   او   اټکل کیږي  چې  د دواړو  هیوادونو ترمینځ  دمبادلاتو اندازه  هم  دوه میلیارډ ډالري ارزښت ته زیاته شي .

دایران اسلامی جمهوریت  په دې اند دی چې  د دوواړخیزو تعاملاتو اود ګډو ګټو په  سیوري کې  به ، دهیوادونو پراختیا اوامنیت     سره  غوټه وخوري  ،او  دا هماغه موخه ده چې  دسیمې هیوادونه  اوس  هم ورته ډيره زیاته اړتیا لري .