د اسلامی ایران ولسمشر ډاکټر روحانی ماسکو ته ورسید
زمونږ خبریال راپور راکوی د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلې حسن روحانی د خپل روسی هم څنګ ولادیمیر پوتین په بلنه یې د یوه لوړ رتبه پلاوی په مشرۍ ماسکو ته سفر کړی دی .
ماسکو ته د ښاغلی روحانی له رسیدا وروسته د روسیې مرستیال خارجه وزیر ، په ماسکو کې د ایران سفیر او په تهران کې د ماسکو سفیر د هغه تود هرکلې وکړ .
ټاکل شوی ده ښاغلې روحانی نن شپه د روسیې د لومړ ی وزیر مدودوف په میلمستیا کې ګډون وکړی .
د اسلامی ایران له ولسمشر به د رسمی هرکلی دستورې د ولادیمیر پوتین په شتون کې سبا ترسره شی او همداراز دوه اړخیزې خبرې اترې ، د دواړو هیوادونو د ولسمشرانو په مشرۍ د لوړ رتبه پلاویو خبرې اترې او د لسګونو مهمو سندونو لاسلیک کیدا سبا د ښاغلی روحانی مهم پروګرامونه دی .
ماسکو ته به د ښاغلی روحانی په سفر کې د ایران او روسیې د اړیکو د پراختیا د لارې نقشه هم انځور شی .
د ایران ولسمشر به سبا سهار د ماسکو دولتی پوهنتون ته ولاړ شی چی د دغه پوهنتون د استادانو او محصلینو په ټول کې د وینا تر څنګ د دغه پوهنتون افتخاری دکترا سند هم ترلاسه کړی .