ایران او روسیې ترهه ګرو پرضد دسختو عملیاتو په دوام ټینګار وکړ
د ایرنا له راپور سره سم د اسلامی ایران او روسیې دفاع وزیرانو په ټیلی فونی خبرو کې د سوریې د وروستیو بدلونونو د جاج په ترڅ کې په ترهه ګرو د لا سختو ګوزارونو د کولو لپاره په زیاتو هلوځلو او ملګرتیا ټینګار وکړ .
د ایران دفاع وزیر ښاغلی حسین دهقان له خپل روسی هم څنګ سرګی شویګو سره په ټیلی فونی خبرو کې د سوریې د حمص ولایت د الشعیرات په وایی اډې په حمله کې د امریکا تیری ګر اقدام ته په اشارې سره جوته کړه د امریکا دغه تیرې په سوریه کې د ترهه ګرو د ماته خوړلی روحیې د پیاوړتیا په هدف ترسره شوی دی .
سرګی شویګو هم د ایران د دفاع وزیر د څرګندونو په تایدولو سره له ترهه ګرۍ سره په جنګ کې د سوریې د پوځ او ولسی ځواک د ژر تر ژره پیاوړتیا په ضرورت ټینګار وکړ . ده وویل روسیه هوډمنه ده چی په پوځی او سیاسی حوزو کې له خپلو ظرفیتونو په استفادې سره ترهه ګرو ته سخت ګوزارونه ورکړی او په هغو او د هغو په ملاتړو ډګر تنګ کړی .