دسعودی عربستان دولی عهد وروستۍڅرګندونې دایران په ضدیوګواښ او بلاغوښتنه ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i46750-دسعودی_عربستان_دولی_عهد_وروستۍڅرګندونې_دایران_په_ضدیوګواښ_او_بلاغوښتنه_ده
سعودی عربستان ددفاع وزیر غلیمانه څرګندونې نه یوازې دایران په ضد ګواښ دی ،بلکې دایران په داخل کې له هغو ترهه ګرو او تاؤتریخجنو اقداماتو سره د آل سعود رژیم د یولاس کیدا په روښانه د منلو په معنا ده ، چې دهغو یو مثال په همداوروستیو کې دسعودی رژیم په مالی ملاتړونو سره د وسله والو اشرارو په لاس د لسو ایرانیو پوله ساتونکو شهادت دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 05, 2017 01:01 Asia/Kabul
  • دسعودی عربستان  دولی عهد وروستۍڅرګندونې دایران په ضدیوګواښ او بلاغوښتنه ده

سعودی عربستان ددفاع وزیر غلیمانه څرګندونې نه یوازې دایران په ضد ګواښ دی ،بلکې دایران په داخل کې له هغو ترهه ګرو او تاؤتریخجنو اقداماتو سره د آل سعود رژیم د یولاس کیدا په روښانه د منلو په معنا ده ، چې دهغو یو مثال په همداوروستیو کې دسعودی رژیم په مالی ملاتړونو سره د وسله والو اشرارو په لاس د لسو ایرانیو پوله ساتونکو شهادت دی .

 ایرناخبری  آژانس راپورورکړ   په  ملګروملتو کې د ایران  داسلامی جمهوریت  دایمی استازی  غلام علی خوشرو  دملګروملتو سرمنشی او دامنیت شورا  مشر ته په یوه اعتراضیه لیک کې   د ایران په ضد د سعودی عربستان ددفاع وزیر  محمد بن سلمان  دسه شبنې ورځې  څرګندونې  چې ویلی وو،  دعربستان موخه  دایران  دپولو داخل ته  دجنګ  ورکش کول دی ،  دایران داسلامی جمهوریت په ضد یو ښکاره ګواښ او دملګروملتو  د منشور د دوهمې  مادې د څلورم بند ښکاره  خلاف ورزی   وبلله .

خوشرو ټینګار کړی ، سعودی  عربستان  ددفاع وزیر  غلیمانه څرګندونې  نه یوازې  دایران په ضد ګواښ دی ،بلکې  دایران په داخل کې  له هغو ترهه ګرو  او تاؤتریخجنو اقداماتو سره  د  آل سعود رژیم    د یولاس کیدا  په روښانه  د منلو په معنا  ده ، چې  دهغو یو مثال  په همداوروستیو کې دسعودی  رژیم په مالی ملاتړونو سره  د وسله والو اشرارو په لاس د  لسو ایرانیو پوله ساتونکو  شهادت دی .

 په ملګروملتو کې دایران دایمی استازی  روښانه کړې ،  دغه ګواښ دهغه رژیم له خوا   دی چې  په سیمې کې ئې دخپلو خطرناکو دسیسواو لنډفکره  موخو ته درسیدو لپاره  له ترهه ګرو ډلو  داستفادې او  له تیریګریو څخه  په ملاتړ کې  اوږده مخینه  لری .

 غلام علی خوشرو  ددې خبرې په کولو سره چې  سیمه اونړۍ  له تیرو څلور لسیزو راهسې   دایران په نسبت دسعودیانو دبې ځایه  وسواسونو پهدلیل چې  پخپله  دمحمد بن سلمان  له وروستیو څرګندونو له ورایه ښکاره دی ،ډیر تاوانونه زغملی ،ووئیل ؛  په سیمې کې دآل سعود رژیم   غیر مسئولانه اولمسونکی سیاستونه ، په نړۍ کې   له افراط پالنې  مالی ملاتړونه  او لنډفکره اوناکامې  بلاغوښتنې   ، له همدې کړنو سرچینه اخلی  او په همداوروستیو کلونو کې  دهمدغو سیاستونوله امله سیمه اونړۍ  له ناکراریو او بې ثباتیو سره  مخ شوی دی ، خو دایران  اسلامی جمهوریت  د سعوډی عربستان  په اپوټه  اعتقاد لری  چې  سلوه اوثبات،دفارس خلیج  سیمې د ټولو  حکومتونو  ګډه ګټه ده  او یو هیواد    خپل امنیت  دنورو دامنیت  له خطرې سره دمخامخولو  په بیّه   نشی ترلاسه کولی .