قاسمی: د ریاض غونډه یوه صهیونېسټی دسیسه ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i47532-قاسمی_د_ریاض_غونډه_یوه_صهیونېسټی_دسیسه_ده
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د ریاض په عربی- آمریکائی غونډه کښې د ګډون لپاره سعودی ته د امریکې د ولسمشر سفر ته په اشارې سره د دغې غونډې جوړېدل صهیونېسټی دسیسه وبلله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 15, 2017 09:26 Asia/Kabul
  • قاسمی: د ریاض غونډه یوه صهیونېسټی دسیسه ده

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د ریاض په عربی- آمریکائی غونډه کښې د ګډون لپاره سعودی ته د امریکې د ولسمشر سفر ته په اشارې سره د دغې غونډې جوړېدل صهیونېسټی دسیسه وبلله.

د سعودی باچا سلمان بن عبدالعزیز څه موده مخکې د اولسو هېوادونو سرمشرانو ته د لیکونو په لېږلو سره هغوی ته ریاض ته د سفر او د امریکې له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د کتنې لپاره چې ټاکلې شوې ده د مۍ په درویشتمه نېټه سعودی ته سفر وکړی بلنه ورکړه.

بهرام قاسمی نن په یواخباری کانفرنس کښې عربی – آمریکائی غونډه کښې د ګډون لپاره سعودی ته د ډونالډ ټرامپ د سفر په باره کښې وویل، دغه موضوع یوه صهیونېسټی دسیسه ده او سعودی هغو تعلقاتو ته په پام سره چې له تل ابیب سره یې لری په دغه غونډه باندې د بل نوم په اېښودو سره کوشش کوی په دغو تعلقاتو باندې برغولے کیږدی.

بهرام قاسمی د دې په بیانولوسره چې کورنیو مشکلاتو، په یمن باندې حملې او په حاکمیت کښې دننه د ګوښه کېدو احساس سعودی د عربی – امریکائی غونډې جوړولو ته هڅولے دے وویل: په سیمه کښې د سعودی وروستیو اقداماتو ته په پام سره ریاض کوشش کړے دے چې  په دغه غونډه کښې د خپلې ترهه ګرۍ بحث هم کم کړی.

د ایران د ډېپلومېسی ادارې ویاند امریکې ته نصیحت وکړ چې د فحش غلطۍ ارتکاب ونکړی او تېرې غلطۍ تکرار نه کړی، ځکه چې له اثراتو سره به یې خپله امریکه مخامخه شی.

قاسمی د دې په بیانولو سره چې ایران تل د سولې او له ترهه ګرۍ سره د مبارزې غوښتونکے ؤ او دے زیاته کړه: هغه کسان چې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې ادعا کوی پکار دی د ایران له تګلارې او طریقې څخه پېروی وکړی چې صداقت یې ثابت شی.

د ایران د خارجه وزارت ویاند د صهیونېسټ رژیم په جېلونو کښې د فسلطینی اسیرانو د سخت حالت په باره کښې وویل: دا چاره د صهیونېسټ رژیم د وحشیانه خوی ښودنه کوی او تر هغه وخته چې ظلم او ستم موجود وی مقاومت به هم په مختلفو شکلونو دوام ولری.