ځینو هیوادونو سیمه د لویدیځو وسلو په ګودام بدله کړې ده
د ایران د ملي امنیت د شورا منشي علي شمخاني نن ماسکو ته تللی او په روسیه کښې به د نړۍ د څه باندې سلو هیوادونو په ګډون امنیتي غونډه کښې په دې ډګر په تیره بیا له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې د ایران دریځونه او سټراټیجۍ مطرح کړي.
د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي ټینګار وکړ: په سیمه کښې د ترهګرۍ ځیني ملاتړي هیوادونه د تیلو د ګټې په کارولو سره مینځنی ختیځ د لویدیځ د وسلو په ګودام بدل کړی او ناامني او تشدد پراخوي.
د ایرنا د خبر له مخې علي شمخاني نن ماسکو ته د رسیدو سره سم دې ټکي ته په اشارې سره چې د ولسونو او هیوادونو امنیت د سیاسي نظامونو او جوړښتونو په ټاکلو کښې د مشارکت په زیاتیدو ولاړ دی، وویل: د ایران د اسلامي جمهوریت له نظره د جنګي سازوسامان زیرمه کول هیڅکله امنیت نه رامینځته کوي او د صدام برخلیک د دې خبرې یوه نمونه ده.
د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي همداشان د نړیوالې سولې او ثبات رامنځته کولو د سټراټیجۍ په چوکاټ کښې د امنیتي کړکیچونو او خطرونو د کمولو په موخه په بین المللي امنیت کښې د مهمو هیوادونو د لانزدې سلامشورو او ملګرتیاو د دوام په ضروري بللو سره څرګنده کړه: نړۍ له تاوتریخوالو او افراط پالو لیدتوګو او اقداماتو لرې کیدو ته له همیشه نه زیاته اړمنه ده.
هغه د دې سفر په بهیر کښې د سوریې د ملګرو ترهګرۍ ضده ائتلاف د غړو هیوادونو د ملي امنیت د شوراګانو د منشیانو د وړومبنۍ غونډې د ترسره کولو لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت او روسیې نوښت ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: دغه غونډه د امنیت د پياوړتیا په تیره بیا له ترهګرۍ سره د مبارزې په ډګر کښې ګټه وره ده.
د ایران د ملي امنیت د شورا منشي علي شمخاني نن ماسکو ته تللی او په روسیه کښې به د نړۍ د څه باندې سلو هیوادونو په ګډون امنیتي غونډه کښې په دې ډګر په تیره بیا له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې د ایران دریځونه او سټراټیجۍ مطرح کړي.