ایران د روسیې له لارې د امریکې د پيغام ورلیږل دروغ وبلل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i48568-ایران_د_روسیې_له_لارې_د_امریکې_د_پيغام_ورلیږل_دروغ_وبلل
د ایران د خارجه وزارت ویاند بهرام قاسمي پرون د روسیې له لارې ایران ته د امریکې د پيغام د انتقال په هکله د کویت د الرای ورځپاڼې ادعا دروغ وبلله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 28, 2017 03:25 Asia/Kabul
  • ایران د روسیې له لارې د امریکې د پيغام ورلیږل دروغ وبلل

د ایران د خارجه وزارت ویاند بهرام قاسمي پرون د روسیې له لارې ایران ته د امریکې د پيغام د انتقال په هکله د کویت د الرای ورځپاڼې ادعا دروغ وبلله.

د ایران د خارجه وزارت ویاند بهرام قاسمي پرون د روسیې له لارې ایران ته د امریکې د پيغام د انتقال په هکله د کویت د الرای ورځپاڼې ادعا دروغ وبلله.

د کویت الرای ورځپاڼې ادعا کړې وه چې امریکې ایران ته په یو پیغام کښې ویلي دي چې که په عراق یا سوریه کښې امریکايي عسکرو ته زیان ورسي نو د ایران پر پوځي اډو به حمله وکړي.

د کویت د الرای ورځپاڼې د رپورټ له مخې د امریکې یو پخواني لوړرتبه مسئول مارټین ډمپسي هم له دې مخکښې ادعا کړې وه چې په عراق کښې په وژل شویو څلورو زرو امریکايي عسکرو کښې زر تنه ایران وژلي دي.