قاسمی: ترهه ګرۍ د سیمې ثبات او امنیت هدف ګرځولے دے
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل: ترهه ګرۍ د افغانستان او سیمې ثبات او امنیت هدف ګرځولے دے.
بهرام قاسمی نن په افغانستان کښې وروستیو ترهه ګرو چاودنو ته په اشارې سره چې پکښې په لسګونو بېګناه افغانان په خاورو او وینو کښې ولوغړېدل وویل: د مظلومو افغانانو په خلاف د ترهه ګرۍ پرله پسې عملیات په افغانستان کښې د ثبات او امنیت د ګډوډولو لپاره د ترهه ګرۍ د عاملانو او ملاتړو د پلان شوی پروګرام ښودنه کوی.
هغۀ دا خبره په ګوته کړه چې ضروری ده چې ټول سوله غوښتونکو ګوندونه او شخصیتونه د دسیسو په وړاندې د ارامښت په ساتلو سره د افغان حکومت او ملت ترڅنګه بېدار اودریږی.
بهرام قاسمی زیاته کړه، د سیمې حالات تقاضا کوی چې د ترهه ګرۍ او تندلاری توب جرړې وېستل د ټولو هېوادونو د ملګرتیا وړومبنۍ ترجیح وګرځی او په دې لاره کښې د ایران اسلامی جمهوریت هغو ټولو کسانو ته چې په صادقانه او ذمه وارانه توګه د دغې سپېرې ښکارندې د بېخ وېستلو غوښتونکی وی په تودوخۍ سره د ملګرتیا لاسونه ورکوی.