د تهران له ترهه ګر اقدام سره متعلقه عناصر ونیول شول
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i49532-د_تهران_له_ترهه_ګر_اقدام_سره_متعلقه_عناصر_ونیول_شول
د ایران د اطلاعاتو وزارت په یوه خبرتیا کښې وویل: امنیتی ځواکونو د اسلامی انقلاب د پاسدارانو د لښکر او انتظامی ځواکونو په ملګرتیا سره د تهران د چارشبنې د ورځې له ترهه ګر اقدام سره متعلق ترهه ګر عناصر له هر ډول اقدام نه مخکې وپېژندل او وې نیول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 09, 2017 09:56 Asia/Kabul
  • د تهران له ترهه ګر  اقدام سره متعلقه عناصر ونیول شول

د ایران د اطلاعاتو وزارت په یوه خبرتیا کښې وویل: امنیتی ځواکونو د اسلامی انقلاب د پاسدارانو د لښکر او انتظامی ځواکونو په ملګرتیا سره د تهران د چارشبنې د ورځې له ترهه ګر اقدام سره متعلق ترهه ګر عناصر له هر ډول اقدام نه مخکې وپېژندل او وې نیول.

زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې د دغې خبرتیا له مخې په دغو عملیاتو کښې زیاته اندازه وسلې، د بم جوړولو مواد، خودکش جاکټونه، ارتباطی وسائل او جعلی مدارک کشف شول. همدارنګ د هېواد په شمال لویدیځ کښې د تکفیری وهابی ترهه ګرو څو ټیمی کورونه وپېژندل شول او له منځه یوړل شول.

د اطلاعاتو وزارت تاکید وکړ: له استکبار سره د وابسته جنایتکارانو د قوماندانۍ د مرکز  او له پولو نه  وراخوا د هغوی د سیمه ایزو آله کارو د تعقیب چلند دوام لری چې د دغو عملیاتو له مهمو نتائجو به په راتلونکو وختونو خلق خبر کړې شی.