داعش او نورې تکفیری ډلې امریکې او صهیونېسټ رژیم جوړې کړې دی
د ایران د اسلامی جمهوریت د فوځ د عمومی قوماندان جانشین وویل: داعش او نورې تکفیری ډلې امریکې او صهیونېسټ رژیم جوړې کړې دی
جنرل احمد پوردستان نن امریکه د ایران د اسلامی جمهوریت د همېشنی دښمن په بللو سره وویل: په تهران کښې د داعش ترهه ګرې ډلې لخوا د امام خمینی (رح) په حرم او د اسلامی شورا د جرګې په ودانۍ کښې د جون د اومې نېټې ترهه ګرې حملې د امریکې د کینه ورۍ د دوام ښودونکې دی.
جنرل پوردستان دا خبره څرګنده کړه چې د ایران اسلامی انقلاب د نړیوالو لپاره نوې خبرې لری او امریکایان نه غواړی چې نړیوال دغه خبرې واوری.
د فوځ د عمومی قوماندان جانشین زیاته کړه: د ایران وسله وال ځواکونه تل د خپلو توانمنیو په ودې سره له امنیتی ګواښونو سره د مقابلې او د ایران د ملت لپاره د ارامښت او امنیت برقرارۍ ته چمتو دے.
د تېرې چارشنبې په ورځ له داعش ترهه ګرې ډلې سره د وابسته عناصرو لخوا د امام خمینی (رح) په پاک حرم او د اسلامی شورا د جرګې په ودانۍ کښې د حملو له امله اولس تنه شهیدان او دوه پنځوس نور ژوبل شول.