داسلامی ایران توغندوی توان دخپلو ښاریزو دقانونی دفاع لپاره دی
زمونږ خبریال راپورراکړ دایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف نن پخپل شخصی ټولنیز چینل کې لیکلی دی ، دایران توغندوی توان ، دایرانیو ښاریزو د روا اوقانونی دفاع سره په یووخت له داعشی ترهه ګرې ډلې ،ترهه ګرۍ او افراط پالنې سره نړیواله ګډه مبارزه پر مخ بوځی .
داپه داسې حال کې دی چې دایران د اسلامی انقلاب سپاه پاسدارانو بیګا نیمه شپه په سورئې کې د تفکیری ترهه ګرو دتنبیه کولو په موخې سره د دغه هیواد په ختیځ کې په دیرالزور سیمې کې دتکفیری ترهه ګرو دقوماندانۍ دمرکز او اکمالاتی تجهیزاتو د ګودامونو او دغه را زدتکفیری ترهه ګرو د ځان مرګو جیکټونو او د په ګاډو کې د چاودیدونکو توکو دځای په ځای کونکی ورکشاب او د لوړپوړ مشرانو دغونډیدو په مرکز له مځکې په مځکه ویشتونکی شپږ توغندی ویشتی دی . دغه توغندی دعراق پر فضا تیر شوی اوپه شپږسوه پنځوس کلومیټرۍ کې په ټاکل شوی موخو په دقیق ډول لګیدلی دی .