قدس داسرائیلودجنایتونو دایشوا کیدا ورځ ده
-
دایران توغندوي حملې امریکا او صهیونیسټ رژیم ته پیغام ورکړی دی .
زمونږخبریال وایی د ایران داسلامی شورا مشر علی لاریجانی دنړۍ په ډیرو هیوادونو کښې د قدس دنړیوالې ورځې دلاریونونو ترسره کیدا ته په اشارې سره وویل قدس دصهیونیسټ رژیم دجنایتونو دایشوا کیدا ورځ ده .
هغه وویل حضرت امام خمینی رحمت الله علیه دقدس دنړیوالې ورځې دبنسټ په کیښودلو سره د فلسطین دمظلومو خلکو پرضد دصهیونیسټ رژیم د جنایتونو د پټ ساتلو لپاره د لویدیځو هیوادونو له هڅې سره عملی مبارزه پیل کړه .
لاریجانی وویل دقدس دنړیوالې ورځې د پرتمینه مراسمو د مخنیوی لپاره د امریکا او دځینو لویدیځو هیوادونو له کار ړنګونې سره سره دغه ورځ دامریکا او دصهیونیسټ رژیم پرضد په یوه(۱) ستر حرکت او ایشواکونکی ورځ بدله شوی ده او دغه ورځ مرسته کوی چې دهغوې چلولونه ایشوا شی .
دایران دپارلمان مشر علی لاریجانی له ترهګرو ډلو د صهیونیسټ رژیم په ملاتړ ټینګار سره وویل داسرائیلو رژیم دسیمې په ناامنه کولو سره په نیواکی ټاټوبو کښې دخپلو جنایتکاره هدفونو د پرمخ بیولو کوشش کوی .
هغه په سوریې کښې دداعش ډلې په مرکز د ایران دقدرتمنې توغندوی حملې او امریکا او صهیونیسټ رژیم ته ددغه حملې د پیغام په اړه ټینګار وکړ دغه توغندوی حمله د وخت او د ډول ډول والی په شمول له بیلابیلو اړخونو یو(۱) ګټور او ښه نوښت وو .