مکه او مدینه باید دصهیونیسټانو مرکز نشی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i50624-مکه_او_مدینه_باید_دصهیونیسټانو_مرکز_نشی
زمونږخبریال وایی د فلسطین د انتفاضې دملاتړ د نړیوال کانفرنس سیکرټر حسین امیر عبداللهیان په دې خبرې سره چې باید اجازه ورنکړو د مکې او مدینې ټاټوبی دصهیونیسټ مرکز جوړ شی زیاته کړه قدس شریف ته دامریکا د سفارت دانتقالولو لپاره د واشنګټن هڅه ستراتژیکه غلطۍ ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 23, 2017 00:44 Asia/Kabul
  • نن دروژې دمبارکې میاشتې اخري جمعه او د قدس نړیواله ورځ ده .
    نن دروژې دمبارکې میاشتې اخري جمعه او د قدس نړیواله ورځ ده .

زمونږخبریال وایی د فلسطین د انتفاضې دملاتړ د نړیوال کانفرنس سیکرټر حسین امیر عبداللهیان په دې خبرې سره چې باید اجازه ورنکړو د مکې او مدینې ټاټوبی دصهیونیسټ مرکز جوړ شی زیاته کړه قدس شریف ته دامریکا د سفارت دانتقالولو لپاره د واشنګټن هڅه ستراتژیکه غلطۍ ده .

هغه  د قدس دنړیوالې ورځې په درشل کښې پرون وویل په قدس ورځ د فلسطین ملاتړی باید په لوړ غږ سره له صهیونیسټ رژیم سره د سعودی عربستان  او د ځینو نورو عربو حکومتونو د اړیکو د عادی کیدا خنډ شی .

دفلسطین د انتفاضې دملاتړ دنړیوال کانفرنس سیکرټر حسین امیر عبداللهیان وویل داسلامی نړۍ اوسنی شرایط د صهیونیسټ رژیم او دامریکا د فتنو د رامینځته کولو او د فلسطین د خلکو مظلومیت او د اسلامی نړۍ مشکلاتو ته د سیمې د ځینو واکمنانو دبې پامۍ نتیجه  ده .

هغه په سیمه کښې د صهیونیسټ رژیم له فتنو او هره ورځې جنایتونو سره د مقابلې یوازنۍ لاره دفلسطین تر کاملې ازادۍ پورې مقاومت وباله .

حسین امیر عبداللهیان په دې خبرې سره چې زر به فلسطین ازاد شی وویل دایران اسلامی جمهوریت د فلسطین په کامل ډول تر ازادیدا او دقدس په پلازمینه د فلسطین دیوه(۱) خپلواکه هیواد تر جوړیدا او دکډوالو تر ستنیدا پورې دفلسطین دمظلومو خلکو په څنګ کښې وی .

نن دروژې دمبارکې میاشتې اخری جمعه او د قدس نړیواله ورځ ده .

د ایران داسلامی انقلاب دبنسټګر حضرت امام خمینی رحمت الله علیه په نوښت د روژې دمبارکې میاشتې اخری جمعه دقدس نړیواله ورځ نومول شوی ده چې دټولې دنیا مسلمانان دصهیونیسټ رژیم له توکمپالو سیاستونو کرکه اعلان کړی .