د ډونالډ ټرمپ دکډوالۍ فرمان ، افراط پالو ته خورا ستره ډالۍ ده
جواد ظریف دایران او جرمنی زاړو اړیکو ته په اشارې سره هم وویل ، ایران په داسې سیمې کې یو کرار او پرامنه هیواد دی چې له ترهه ګرۍ او بې ثباتیو په دوامدار ډول کړیږی او ایران توانیدلی دی یو داسې ولسواکه هیواد شی چې دجرمنی لپاره یو ښه شریک دی .
زمونږخبریال راپورراکړ دایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف بیګا په برلین کې د جرمنی له خارجه وزیر زیګمار ګابریّل سره په ګډ خبری کنفرانس کې دامریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ دمهاجرت دممنوعیّت د حکم دځینو برخود لغوه کیدا د ختمولو لپاره دامریکا دسترې محکمې په فیصلې په افسوس کولو سره ووئیل ، دهغو مسلمانانو په ضد دممنوعیّت حکم چې ټرمپ د چارو د واګو له لاس کې په اخستو سره سم اعمال کړی ، په حقیقت کې هیڅ اساس او بنسټ نه لری او دترهه ګرۍ په ضد له جنګ سره به هیڅ مرسته ونه کړی .
هغه همداراز دصهونیسټ نیواکګر رژیم سیاستونو او د فلسطینیانو په ضد دوامدارو بشری حقوقو خلاف ورزیو ته په اشارې سره وویل ، صهونیسټی رژیم پخبلوسیاستونو کې په پلمو پسې ګرځی څو په سیمې کې په ورانکارو او ویجاړونکو عملیاتو برغولی کیږدی .
جواد ظریف دایران او جرمنی زاړو اړیکو ته په اشارې سره هم وویل ، ایران په داسې سیمې کې یو کرار او پرامنه هیواد دی چې له ترهه ګرۍ او بې ثباتیو په دوامدار ډول کړیږی او ایران توانیدلی دی یو داسې ولسواکه هیواد شی چې دجرمنی لپاره یو ښه شریک دی .
زیګمارګابریّل هم په دغه خبری کنفرانس کې په دې خبرې په ټینګار سره چې جرمنی په ټولو زمینو کې له ایران سره د دوواړخیزو ملګرتیاؤ دپراختیا هرکلی کوی هیله وښودله ، له ګاونډیو هیوادونوسره دایران اړیکړې پراخې شی او دعراق ،سورئې په شخړو اود غه راز داسرائیلو اوفلسطین په موضوع کې هم خپل مثبت رول ته دوام ورکړی او بریالی شی . دجرمنی خارجه وزیر همدرااز دجامعې ایټمی موافقې په باب خپلو ژمنوته دایران دپابندۍ په باب دایټمی انرژۍ دنړیوال آژانس راپور ته په اشارې سره له دغې موافقې دجرمنی په ملاتړ ټینګار وکړ او له ټولو لورو ئې وغوښتل چې د دغې موافقې ملاتړ وکړی اوتر پوښتنې لاندې دې نه راولی .