داعشی تفکر د درستې نړۍ لپاره جدی ګواښ دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i51902-داعشی_تفکر_د_درستې_نړۍ_لپاره_جدی_ګواښ_دی
زمونږخبریال راپورراکړ د ایران داسلامی جمهوریت دفاع وزیر سردار حسین دهقان نن دخبریالانو په ټول کې ټینګار وکړ ، داعش یوه داسې آئیډیالوژی ده چې هیڅ عقلی اودینی ملاتړ نه لری او باید له دغه سپیرۀ تفکر سره د مبارزې لپاره یوه نړیواله اراده او هوډ راپورته شی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 12, 2017 14:10 Asia/Kabul
  •   داعشی تفکر د درستې نړۍ لپاره  جدی ګواښ دی

زمونږخبریال راپورراکړ د ایران داسلامی جمهوریت دفاع وزیر سردار حسین دهقان نن دخبریالانو په ټول کې ټینګار وکړ ، داعش یوه داسې آئیډیالوژی ده چې هیڅ عقلی اودینی ملاتړ نه لری او باید له دغه سپیرۀ تفکر سره د مبارزې لپاره یوه نړیواله اراده او هوډ راپورته شی .

دسردار دهقان  پّه  عراق او سورئې کې دداعش ماتو ته په اشارې سره  زیاته کړې ،  د داعش ترهه ګرې ډلې  جنایتکارو خپل مرکزی ځایونه اوبرخې له لاسه ورکړی دی ، او  په یو شمیر تیت پرکو کسانو بدل شوی چې  ممکنه ده  ځینی کارونه وکړی اوباید هیوادونه  په دې باب هوښیار  او  ځیر عمل وکړی .

 دایران  دفاع وزیر  همداراز  دایران په هکله دامریکا دجنګ وزیر  لاسوهونکو څرګندونو ته په اشارې سره  روښآنه کړې ، په تیرو څلویښتو کلونو کې د امریکایانو   دغه ډول خبرې  او چلند لامل شوی څو  دامریکا له حکومته د  درستو ملتونو  د کرکې  او په نړیواله سویه  د دغه  هیواد دکمزوریکیدا لامل شی .

سردار دهقان ټینګار کړی ،  دایران ولس په کرتو   هغه امریکایان چې  دایران   داسلامی جمهوریت  په خلاف  ئې کوم کار کړی وی ، پښمانه کړی دی  .

دامریکا جنګ وزیر   جیمز ماتیس   له ډیلی کالر  خبری سایټ سره په  یولړ لاسوهونکو خبرو کې  وئیلی دی ،  ددې لپاره چې  دایران اوامریکا ترمینځ  دواړخیزې مثبتې اړیکې ټینګی شی ، نو لازمه ده څو  په ایران کې  واکمن نظام بدل شی .