جامعې ایټمی موافقې امریکا سربداله او لالهانده کړې ده
زمونږ خبریال راپورراکړ دایران داسلامی جمهوریت د ایټمی انرژۍ د ادارې مشر علی اکبر صالحی دایران په مشهدښارکې دایرانیو اوبهرنیو استاذانو او محصیلینو په ټول کې ووئیل ،که جامعه ایټمی موافقه دامریکا لپاره غوره وائ او دایران ایټمی صنعت ئې عملا درولی وائ ، نو بیا دامریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ او صهونیسټ رژیم به له دغې جامعې ایټمی موافقې تر دې حده خپه اوناراحت نه وو .
صالحی ددې خبرې په کولو سره چې ایران اوس دبرجام پروګرام په باب ددباؤ اړم په اختیار کې لری ،روښآنه کړې ؛ ایران له ۵+۱ډلې سره په ایټمی خبرواترو کې توانیدلی دشپږزره سنټرفیوژونو فعالیت او د فعالو یو زر سنټرفیوژونو دکارندوالی دوام په فردو کمپلیکس کې تثبیت کړی .
دایران دایټمی انرژۍ دادارې مشر ووئیل ، دجامعیې ایټمی موافقې په اساس دایران لپاره دڅیړنې ،پراختیا، کشفونې ،ویسیتنې او ریئکټر دفعالولو حق تثبیت شوی او په ایران کې د دوو ایټمی بټیو تړون او په ایټمی حوزې کې دسل میلیاډډالرو په ارزښت پروژه لاسلیک شوې ده .
علی اکبر صالحی دغه راز ووئیل ، له جامعې ایټمی موافقې لاسلیک کیدا وروسته دایران دتیلو تولید په ورځې کې له یو میلیون بیرلو تر درو میلیونهه لکه بیرلو ته رسیدلی او دایران دتیلو صادرات هم په ورځې کې څه دپاسه دوه میلیون اوپنځه لکه بیرلو ته رسیدلی دی .