د ایران او روسیې د سټراټیجکو ملګرتیاو د پراختیا لازموالے
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i52590-د_ایران_او_روسیې_د_سټراټیجکو_ملګرتیاو_د_پراختیا_لازموالے
د ایران د نظام د مصحلت د تشخیص د ټولنې سېکتر په تهران کښې د روس د سفیر په کتنه کښې په عراق او سوریې کښې په امنیتی، سیاسی او اقتصادی موضوعاتو کښې د ایران او روسیې د سټراټیجکو ملګرتیاو په پراختیا تاکید وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 23, 2017 14:05 Asia/Kabul
  • د ایران او روسیې د سټراټیجکو ملګرتیاو د پراختیا لازموالے

د ایران د نظام د مصحلت د تشخیص د ټولنې سېکتر په تهران کښې د روس د سفیر په کتنه کښې په عراق او سوریې کښې په امنیتی، سیاسی او اقتصادی موضوعاتو کښې د ایران او روسیې د سټراټیجکو ملګرتیاو په پراختیا تاکید وکړ.

محس رضائی نن په تهران کښې د روسیې د سفیر لوان جاګاریان په کتنه کښې د دواړو هېوادونو د نظر په سټراټیج بللو سره د اسلامی انقلاب د معظم رهبر او د روسیې د ولسمشر په نظر کښې د ملګرتیاو د پراختیا لپاره د دوو ملتونو او هېوادونو اراده متجلی وبلله.

رضائی د ایران او روسیې د تعلقاتو په پراختیا باندې په تاکید سره وویل پکار دی کوشش وشی چې د دواړو هېوادوو چارواکی دغه تعلق د یوې ارزښتمنې سرمائې په څېر وبلی او د هغه له ژورتیا څخه ملاتړ وکړی.

د ایران د نظام د مصحلت د تشخیص د ټولنې سېکتر همدارنګ وویل، ایران او روسیه کولې شی د بائیکاټونو له فرصته په استفادې سره په سیمه کښې د دواړو هېوادونو له ګډو بازارونو څخه د پانګونې او اقتصادی مبادلو  لپاره ګټه پورته کړی.

په تهران کښې د روسیې سفیر لوان جاګاریان هم په  دغه کتنه کښې د 2015 کال په نومبر کښې تهران ته د روسیې د ولسمشر سفر ته اشاره وکړه او وې ویل: د دواړو هېوادونو تعلقات هم هغه شان مخ په وده روان دی.