داسلامی نظام دټولواورګانونواوځواکونو وحدت اوانسجام دخلکو دخدمت لپاره ضروری دی
ډاکټر روحانی همداراز دخپل ماموریت په حوزې کې داسلامی انقلاب دساتندویّه ځواک له خدماتو دحکومت په بشپړ ملاتړ سره ووئیل ،له ماډرن ټیکنالوجیو په استفادې سره داسلامی ایران دپوځ اوسپاه پاسدارانو د پوځی توان پیاوړتیا ،دایران ملی امنیت لازیات تضمینوی .
زمونږ خبریال راپورراکړ دایران داسلامی جمهوریت ولسمشر حسن روحانی نن داسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو له لوړپوړو قوماندانانو سره په کتنې کې د دغه ولسی اورګان دهلوځلو په قدرونې سره هیله وښودله ، دټولو وسله والوځواکونو غږمله هڅه،په لازیاتې چټکۍسره دولس دغوښتنې پوره کولی شی او ټول اورګانونه او مسئولې ادارې دخپل تخصص په حوزې کې په بشپړ شفافیّت سره داسلامی نظام دټولګې کارندوالی زیاتولی شی .
ډاکټر روحانی همداراز دخپل ماموریت په حوزې کې داسلامی انقلاب دساتندویّه ځواک له خدماتو دحکومت په بشپړ ملاتړ سره ووئیل ،له ماډرن ټیکنالوجیو په استفادې سره داسلامی ایران دپوځ اوسپاه پاسدارانو د پوځی توان پیاوړتیا ،دایران ملی امنیت لازیات تضمینوی .
داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو عمومی قوماندان سردار محمد علی جعفری هم په دغې کتنې کې داسلامی انقلاب د موخو په پوره کولو کې له حکومت سره د هراړخیزو ملګرتیاؤ لپاره د ساتندویه ځواک بشپړ تیارسی اعلان کړ .