واشنګټن په جامعې ایټمی موافقې کې دخپلوژمنوداجرالپاره سیاسی هوډ ته اړتیالری
جواد ظریف وئیلی نړیواله ټولنه باوری ده جامعه ایټمی موافقه کامیابه وه او هغې موخې ته چې دهغې لپاره ټاکل شوې وه ، رسیدلې ده او دامریکا نوی حکومت ،دجامعې ایټمی موافقې په وړاندې دخپلو بشپړ ژمنوداجرا لپاره ضروری اقدامات نه دی کړی .
زمونږخبریال راپورراکړ داسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف چې د ملګرومتلو دتل پاتې پراختیا په غونډې کې دګډون لپاره نیویارک ته تللی، له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره ئې په خصوصی مرکې کې وئیلی دی جامعه ایټمی موافقه یوه څواړخیزه موافقه ده اودا د ایران اوامریکا ترمینځ دوه اړخیزه موافقه نه ده.
جواد ظریف وئیلی نړیواله ټولنه باوری ده جامعه ایټمی موافقه کامیابه وه او هغې موخې ته چې دهغې لپاره ټاکل شوې وه ، رسیدلې ده او دامریکا نوی حکومت ،دجامعې ایټمی موافقې په وړاندې دخپلو بشپړ ژمنوداجرا لپاره ضروری اقدامات نه دی کړی .
دایران خارجه وزیر همداراز وئیلی دی ، ټول لوری باید هڅه وکړی برجام یا جامعه ایټمی موافقه په ښه نیّت سره اجرا کړی چې دا موضوع به د ټولو په ګټه وی .
دایران خارجه وزیر نیویارک ته په سفر کې همداراز له امریکائی رسنیو سره په خبرو کې هم دایران په ضد دامریکائی حکومت ادعاګانې تکراری او له واقعیّته لیرې بللی او ټینګار ئې کړی دی ، له بده مرغه امریکا له مودو مودو راهسې دایران په وړاندې غلیمانه سیاست ته مخه کړې ده او د دغه هیواد نوی حکومت هم دتیر وخت په نسبت په لازیات غلیمانه سیاست پسې شوی دی .