په فلسطینیانو باندې د صهیونیسټ رژیم حملې به بې ځوابه پاتې نشی
د اسلامی مذهبونو د نږدیکت د نړیوالې ټولنې سرمنشی په دې خبرې سره چې په فلسطینیانو باندې د صهیونیسټ رژیم حمله پر ټول بشر حمله ده، وویل: د صهیونیسټ رژیم دغه حمله به بې ځوابه پاتې نشی.
د اسلامی مذهبونو د نږدیکت د نړیوالې ټولنې سرمنشی آیت الله محسن اراکی د روسیې له رشیا ټو ډی خبری چینل سره په خبرو اترو کښې صهیونیسټ رژیم یو جعلی رژیم وباله او زیاته یې کړه: د صهیونیسټ رژیم لخوا د فلسطین پر مسلمانانو حمله د دغه رژیم د دښمنانه اقداماتو دوام ؤ او د امریکا او اروپا په شمول د نړۍ د ټولو خلکو له منفی غبرګون سره مخامخ شو.
آیت الله محسن اراکی په دې خبرې سره چې ایران تل د نړۍ له مظلومانو ملاتړ کړی ، وویل: د ایران، یمن او قطر هیوادونو کلابندۍ ډیره زر ختمیدونکې ده او یوازې پاتیدونکی شئ، د سیمې او نړۍ له طاغوتی عناصرو سره د ولسونو کینه او بغض دی.
د اسلامی مذهبونو د نږدیکت د نړیوالې ټولنې سرمنشی په سیمه کښې د ترهګرو ډلو په اړه د امریکا دوه ګونی سیاست ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ: د نړۍ په بیلا بیلو هیوادونو کښې د ترهګرۍ پراختیا، په نړیوال ډګر په تیره بیا په سیمه کښې د امریکا د سیاستونو نتیجه ده.