په ایران کښې داټومی موافقې په اړه د فیډریکا موګرینی سلامشورې :
-
فضا ته د سپوږمکۍ استول دنړیوالو قوانینو په چوکاټ کښې دي .
زمونږ خبریال وایی د اروپایی اتحادیې د بهرنی سیاست مسولې میرمن فیډریکا موګرینی چې دایران د ولسمشر حسن روحانی د لوړې په دستورو کښې دګډون لپاره تهران ته راغلی ده له ولسمشر او دایران دباندنیو چارو له وزیر سره کتنې او داټومی موافقې په اړه خبرې اترې کړی دی .
دایران ولسمشر حسن روحانی نن د اروپایی اتحادیې دبهرنی سیاست له مسوولې میرمن موګرینی سره په کتنې کښې په اټومی موافقې کښې په خپلو ژمنو دامریکا د عمل څرنګوالی دټولو لورو د اندیښنې سبب وباله او ویې ویل دامریکا دحکومت لخوا د اټومی موافقې بیا بیلا خلاف ورزیو او د واشنګټن لخوا دایران پرضد د نویو بایکاټونو لګولو دایران دملت په عمومی افکارو باندې منفی اغیز لرلی دی او دغه چاره داټومی موافقې داجرا په لاره کښې تخریبیدونکی کیدلای شی .
له دې مخکې دایران دباندنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف ډاګینه کړه دامریکا نوی حکومت هڅه کوی اجازه ورنکړی چې ایران داټومی موافقې له ګټو استفاده وکړی او دغه چاره د اټومی موافقې د متن خلاف ورزۍ ګڼل کیږی .
داروپایی اتحادیې دخارجی سیاست مسوولې فیډریکا موګرینی هم دایران له ولسمشر حسن روحانی سره په کتنې کښې په دې خبرې سره چې اروپایی اتحادیه داټومی موافقې په کامل ډول داجرا دتضمین لپاره د جامع پروګرام هڅه کوی وویل دایران اټومی موافقه د اروپا لپاره ځانګړی اهمیت لری او داټومی موافقې په لاسلیک کیدا سره دایران او داروپایی اتحادیې ترمینځ څه دپاسه اتیا(۸۰) فیصده تجارتی فعالیتونه په صلح ایز ډول ترسره شوی دی .
په امریکا کښې واک ته دنوی حکومت په رسیدا سره دایران داټومی موافقې په اړه اندیښنې زیاتې شوی دی .
سپینې ماڼۍ ته د امریکا د ولسمشر ټرامپ له رسیدا وروسته اټومی موافقې ته د ایران د پاې بندۍ له دوه(۲)ځله تائید سره سره داټومی موافقې له معادلاتو بهر د ولسمشر ډونالډ ټرامپ خوځښتونه د دغه اټومی موافقې د بیا بیا خلاف ورزۍ سبب شوی دی .
دامریکا په ولسی جرګې کانګرس کښې د ایران پرضد د بایکاټونو تصویبیدل او د ولسمشر ټرامپ لخوا ددغه مصوبې لاسلیک کیدل داټومی موافقې د کمزوری کولو او له اټومی موافقې څخه مخکې وخت ته دایران دګټو د لږ ترلږه د رسولو په هدف سره ترسره شوی دی .
په عمومی افکارو دباو او د اټومی موافقې دخلاف ورزۍ په لور دایران هدایتول دامریکا د ولسمشر ټرامپ د اټومی موافقې پرضد د کړچارونو اصلی هدف دی څرنګه چې دایران دباندنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف ویلی دی دامریکا ولسمشر ټرامپ کوشش کوی د ایران په لګښت سره اټومی موافقه له مینځه یوسی .
په همدې زمینه کښې د امریکا دباندنیو چارو د وزارت پخوانی ویندوی جان کربی دوه(۲) ورځې مخکې له سی این این ټیلی ویژن سره په مرکه کښې داټومی موافقې په اړه دایران او د اروپایی هیوادونو اندیښنه منطقی وبلله او ویې ویل نښې نښې شته دامریکا د ولسمشر ټرامپ حکومت له اټومی موافقې څخه له وتلو پرته په بل شی نه راضی کیږی او ترټولو بدتره خبره دا چې ټرامپ غواړی ایران د اټومی موافقې په خلاف ورزۍ تورن کړی .
ایران په هوښیارۍ او ښه نیت سره تل داټومی موافقې ژمنو ته پاې وو او دی او داټومی انرژۍ دنړیوال اژانس بیا بیا راپورونو هم اټومی موافقې ته د ایران پاې بندۍ تائید کړی ده .
دایران چارواکو په ځلونو ټینګار کړی امریکا ته به داټومی موافقې دله مینځه وړلو لپاره د فرصت د رامینځته کولو اجازه ورنکړی او په دا ډول شرایطو کښې له ایران سره د اروپایی اتحادیې رغنده او هوشمندانه ملګرتیا ضروری ده .
هغه کړچار چې څه موده مخکې دریو(۳)اروپایی هیوادونو انګلستان ، فرانسې او جرمنی له امریکا سره یوځاې دایران دسیمرغ سپوږمکۍ فضا ته له استولو سره د اټومی موافقې د خلاف ورزۍ د ادعا په مطرح کولو کښې درلود دایران له ولسمشر حسن روحانی او له بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف سره په کتنې کښې د اروپایی اتحادیې د بهرنی سیاست دمسوولې فیډریکا موګرینی له اعلان شویو دریځونو سره په تضاد کښې دی .
موګرینی له اټومی موافقې د اروپایی اتحادیې په ملاتړ ټینګار کړی دی .
دایران دبهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په ښه ډول نن د اروپایی اتحادیې دمسوولې موګرینی غوږونو ته دغه خبره ورسوله چې دایران توغندوی ازموینې او فضا ته دسیمرغ د علمی سپوږمکۍ استول دملګروملتونو دامنیت شورا له ۲۲۳۱ پریکړه لیک سره هیڅ تضاد نلری او د دریو(۳) اروپایی هیوادونو انګلستان، فرانسې او جرمنی بیانیه یې چې له امریکا سره په ګډه توګه خپره شوه په غلطه لاره کښې یو(۱) حرکت وباله .
په همدې زمینه کښې د تهران د پوهنتون استاد او د نړیوالو مسایلو کارپیژاند محمد مرندی نن د روسیې له سپوتینک خبری اژانس سره په مرکه کښې وویل فضا ته د سپوږمکۍ استول دنړیوالو قوانینو په چوکاټ کښې دی او فضا ته د سیمرغ سپوږمکۍ په استولو کښې دایران اقدام د اټومی موافقې خلاف ورزۍ نه ده .