که امریکا دایران ضدبندیزونوته دوام ورکړی،له جامعې ایټمی موافقې به ووځو
داسلامی جمهوریت ولسمشر حسن روحانی نن دایران په اسلامی شورا کې وړاندیزی وزیرانو ته داسلامی شورا دباور درائ دارزونې په غونډې کې پخپلې وینا کې ووئیل امریکائی چارواکی دې پوه شی ، دبندیز او تپلو ماته خوړلی تجروبې دهغوی تیر حکومتونه دخبرواترو میز ته وکاږل اوکه ګروهمن وی ، نو د هغوی تجروبو ته بیرته وګرځی ،یقینا ایران به په ډیر لنډ وخت کې دخبرواترو دپیلیدا له وخت څخه لازیاتو پرمختللو شرائطو ته بیرته وګرځی .
زمونږخبریال راپور راکړډاکټر روحانی دامریکائی حکومت دپلمو جوړولو او بد عهدیو علت ، خپلو ژمنو په پابند کیدا او دخپلو حقه حقوقو په پوره کولو کې دایران اهتمام او قدرت ، او په زیات غوښتنو کې دامریکا ماته وبلله او زیاته ئې کړه ، نړیوالو په همداروستیو میاشتو کې په اوڅاره توګه ولیدل چې امریکا پر نړیوالو موافقو سټرګې پټوی او په جامعې ایټمی موافقې کې په دوامدارو بدعهدیو سربیره ، دپاریس دموافقې و کیوبا د موافقې ، او دغه راز د :نفتا : په نامه د شمالی امریکا د آزاد تجارت دموافقې پشمول ، پر ځینو نورو موافقو هم پښې کیښودلی دی .
داسلامی ایران ولسمشر همداراز د لویدیځی آسیا سیمې وروستیو بدلونونو ته په اشارې سره ووئیل ، ایران دتکفیری ترهه ګرو ډ لو تاؤتریخوالی او بهرنیو قدرتونو سره د اړوندوالی له لارې دامنیت دترلاسه کولو لپاره هڅّ ، دسیمې دامنیت اصلی چیلنج ګڼی او په ښّه نیّت او کلک هوډ سره په سیمې کې په سولې اوثبات پسې دی .
هغه ټینګار کړی ، دسیمې مشکلات ، یوازې سیمه ایزه حل لاره لری او ایران دثبات د مرکز په توګه ، دخپلې دوستۍ لاس ، ګاونډیو هیوادونو ته اوږدوی او دسولې او آرامښت درامینځة کولو غوښتنه کوی .
داسلامی ایران ولسمشر همدرااز د وړاندیزی وزیرانو په معرفی کولو سره روښانه کړې ، ټول وړاندیزی وزیران به دمقاومتی اقتصاد، پراختیا،خلکو ته دخدمت ، دایران داسلامی نظام دآېئډیاؤ دپوره کولو او دملی ګټو دتامینولولپاره خپل ټول توان وکاروی .