دپاکستان رسنیو درې کاله وروسته د عبدالستارریګی دهلاکت خبرخپور کړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i54144-دپاکستان_رسنیو_درې_کاله_وروسته_د_عبدالستارریګی_دهلاکت_خبرخپور_کړ
د ریګی ډلګۍ وروستۍ پاتې سرغنه عبدالستار ریګی ، د عبدالمالک ریګی له مرګه وروسته په پاکستان کې له خپل ورور عبدالرؤف سره یو ځای جیش النصر ډلګۍ جوړه کړه ، او څه موده وروسته دجندا... نومې ترهه ګرې ډلګۍ دسرغنو ترمینځ د داخلی اختلافاتو له امله عبدالرئوف هم ووژل شو او وروستۍ سرغنې عبدالستار ریګی عملا د دغې ترهه ګرې ډلګۍ مشری په غاړه واخسته.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 15, 2017 07:39 Asia/Kabul
  • دپاکستان رسنیو درې کاله  وروسته د عبدالستارریګی دهلاکت خبرخپور کړ

د ریګی ډلګۍ وروستۍ پاتې سرغنه عبدالستار ریګی ، د عبدالمالک ریګی له مرګه وروسته په پاکستان کې له خپل ورور عبدالرؤف سره یو ځای جیش النصر ډلګۍ جوړه کړه ، او څه موده وروسته دجندا... نومې ترهه ګرې ډلګۍ دسرغنو ترمینځ د داخلی اختلافاتو له امله عبدالرئوف هم ووژل شو او وروستۍ سرغنې عبدالستار ریګی عملا د دغې ترهه ګرې ډلګۍ مشری په غاړه واخسته.

زمونږخبریال راپور راکړ  دایران د جنوب ختیځ سیستان بلوچستان  ولایت  دپولیسو مرستیال  علی اصغر  میرشکاری  نن په یولړ څرګندونو کې ووئیل     جیش النصر  نومې  دترهه ګرې ډلګۍ  سرغنه   او دعبدالمالک ریګی ورور  عبدالستار ریګی  په زیات احتمال سره ، درې کاله مخکې  په پاکستان کې  د ډلګۍ د داخلی اختلافاتو  او  خپل مینځیو نښتو   له امله هلاک شوی  دی ، چې اوس    دپاکستان ځینو رسنیو دهغه د  دهلاکت خبر خپور کړ .

  د ریګی ډلګۍ وروستۍ پاتې  سرغنه عبدالستار ریګی ، د عبدالمالک ریګی له مرګه  وروسته   په پاکستان کې  له خپل ورور عبدالرؤف سره یو ځای   جیش النصر ډلګۍ  جوړه کړه ، او څه موده وروسته  دجندا... نومې ترهه ګرې ډلګۍ  دسرغنو ترمینځ د داخلی اختلافاتو له امله  عبدالرئوف  هم ووژل شو او  وروستۍ سرغنې  عبدالستار ریګی   عملا د دغې ترهه ګرې ډلګۍ مشری  په غاړه  واخسته.

 دپاکستان پولیسو د ۱۳۹۳لمریز کال  په  په کب میاشتې کې  هغه  دکویټه او ډلبندین  لارې  کې ونیوۀ.   هغه مهال  دپاکستان  دبلوچستان صوبې  ځای چارواکو  له ایران سره  په تعامل کې دهغه د ستنولو  خبر ورکړ،خو  څه موده وروسته خبر خپور شو چې  هغه  د  ډلګۍ  دځینو  غړو په وسیله  دبډو رشوتونو   د ورکولو په بدل کې خوشی   شوی دی .

دریګی ترهه ګرې ډلګۍ سرغنه  عبدالمالک  ریګی  د ۲۰۱۰کال به جون کې  پانسی شوی دی .