اسلامی ایران له جامعې ایټمی موافقې زیات هیڅ شی نه منی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i55102-اسلامی_ایران_له_جامعې_ایټمی_موافقې_زیات_هیڅ_شی_نه_منی
دامریکا د سیاسی ګډوډیو دوام به نړۍ هم له مشکلاتو سره لاس اوګریوان کړی ،ځکه چې واشنګټن په بهرنی سیاست کې مشخص پروګرام نه لری ، خو ایران په هوښیارۍ او ځیرتیا سره د لازیاتو سناریوګانو لپاره ځان تیار کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 28, 2017 13:42 Asia/Kabul
  •  اسلامی ایران  له جامعې ایټمی موافقې زیات هیڅ  شی  نه منی

دامریکا د سیاسی ګډوډیو دوام به نړۍ هم له مشکلاتو سره لاس اوګریوان کړی ،ځکه چې واشنګټن په بهرنی سیاست کې مشخص پروګرام نه لری ، خو ایران په هوښیارۍ او ځیرتیا سره د لازیاتو سناریوګانو لپاره ځان تیار کړی دی .

زمونږخبریال راپورراکړ  د ایران داسلامی جمهوریت   د ایټمی  انرژۍ  دادارې مشر علی اکبر صالحی  نن دخبریالانو په ټول کې  ټینګار کړی  داسلامی ایران مسئولانو په کرتو وئیلی دی چې   له جامعې  ایټمی موافقې  ورآخوا  هیڅ ډول  تعهد او  الحاقی پروټوکول به ونه منی .

   هغه  وئیلی ،  دامریکا د سیاسی ګډوډیو دوام به نړۍ  هم له مشکلاتو سره لاس اوګریوان کړی ،ځکه  چې واشنګټن  په بهرنی سیاست کې  مشخص پروګرام نه لری ، خو  ایران  په هوښیارۍ او ځیرتیا سره  د لازیاتو سناریوګانو لپاره ځان تیار کړی دی .

 علی اکبر صالحی  په دې خبرې په ټینګار سره چې  دامریکا نوی حکومت  دجامعې ایټمی  پروګرام  دخرابولو په لټه کې  دی ،  ووئیل ،  ایران  به  دجامعې ایټمی موافقې  دخلاف ورزۍ پیلونکی نه وی  او د ایټمی انرژۍ  نړیوال آژانس  یوازینی مرجعه  اورګان دی چې  په دې باب  نظر ورکولی شی .

 هغه ددې خبرې په کولو سره چې  امریکا  دایټمی انرژۍ د نړیوال آژانس  په لمسولو  لګیا ده ، ووئیل  ایران به  دبرجام پروګرام   دخلاف ورزۍ پیلونکی نشی او  دمقابل لوری  له خوا دخلاف ورزۍ  په بڼه کې  په دې باب  لازمې فیصلې وکړی .

 دایران دایټمی انرژۍ دادارې مشر  د اراک د ایټمی اریئکټر  دبیارغاونې اوپلانونې  په باب  هم ووئیل ،  د دغه ریئکټر  د بیا رغاونې بهیر روان دی  او  د  ارااک  د ریئکټر   ابتدائی  او مفهومی  پلانوَنه   پای ته رسیدلې ده  او ایران  به  دریمې مرحلې ته یعنی  جزئی  پلانونې  ته  وارد شی چې  په دې زمینې کې هم لازمې پلانونې  شوی دی دی .