دښمنان پر اسلامی ایران د یرغلونو هیڅ جراءت نه لری
سردار تورن جنرال محمد باقری ددې خبرې په کولو سره چې هوافضا دفاعی نظام داسلامی ایران دپولو خورا مهم ساتونکی سسټم دی ، زیاته کړې ، داسلامی انقلاب معظم لارښود او ددرستو قواؤ کمانډر اینچیف په دې زمینې کې پر بشپړ تیارسی او پانګونې ډ یر ټینګار لری .
ایرنا خبری آژانس راپور ور کړ دایران داسلامی جمهوریت د پوځ لوی درستیز سردار پاسدار محمد باقری نن داسلامی ایران دپوځ د خاتم الانبیاء(ص) هوافضادفاعی غونډ دکارکونکو په ټول کې ددې خبرې په کولو سره چې که دښمنان دایران پر خاورې تیری وکړی ،نو دجنګ ډګر او ځای دایران اسلامی جمهوریت ته نشی محدودولی ، ووئیل ؛ دایران قدرت به ورته دیکته کړائ شی .
داسلامی ایران دپوځ لوی درستیز پر ایران د مځکنیو یرغلونو داحتمال په ډیر کم بللو سره ووئیل احتمال شته دښمنان که په ایران یرغل وکړی ، نو په ډیر کم احتمال سره هغه یرغل هوائی یا توغندوی کیدلی شی ،ځکه چې دښمن له ایرانیو مبارزانو سره له مځکنۍ اومخامخ مقابلې ویره او وحشت لری . سردار تورن جنرال محمد باقری ددې خبرې په کولو سره چې هوافضا دفاعی نظام داسلامی ایران دپولو خورا مهم ساتونکی سسټم دی ، زیاته کړې ، داسلامی انقلاب معظم لارښود او ددرستو قواؤ کمانډر اینچیف په دې زمینې کې پر بشپړ تیارسی او پانګونې ډ یر ټینګار لری .