اسلامی ایران به دتیروخت په شان په قدرت سره دمقاومت دچورلیزملاتړ وکړی
که له عراق او سورئې سره داسلامی ایران دسلاکارۍ مرستې نه وائ ،نو اوس به ناکراریو اوترهه ګرۍ درسته سیمه راګیره کړې وه .
داسلامی ایران دفاع وزیر امیر تورن جنرال امیر حاتمی نن له العالم ټیلیویژنی چینل سره په خبرو کې په دې په ټینګار سره چې مقاومت داسلامی جمهوری نظام په فرهنګ کې نغښتی دی ، ووئیل ، د ایران ملت د اسلامی انقلاب په پړاؤ او دایران په ضد د صدام رژیم په اته کلن تپلی جنګ کې په مقاومت سره خوښې نتیجې ته ورسید.
دایران دفاع وزیر د د ې خبرې په کولو سره چې مقاومت له استکبار ،ظلم اوستم سره دمقابلې په معنا دی ، روښآنه کړې ، اسلامی ایران به دنړۍ له مظلومانو سره تل ترتله مرسته وکړی .
دایران دفاع وزیر په دې خبرې په ټینګار سره چې له ترهه ګرو سره دمقابلې لپاره دعراق او سورئې له حکومتونو سره داسلامی ایران دسلاکارۍ مرستو ته اشاره وکړه او وئې ویل ؛ که له عراق او سورئې سره داسلامی ایران دسلاکارۍ مرستې نه وائ ،نو اوس به ناکراریو اوترهه ګرۍ درسته سیمه راګیره کړې وه . دایران دفاع وزیر همداراز په دې خبرې سره چې دایران ددفاعی توان زیاتیدا د دفاع وزارت یو اصلی لومړیتوب دی ، ووئیل ؛ داسلامی ایران دفاع وزارت دایران دتوغندوی توان دپیاوړتیا لپاره ځانګړی پروګرام لری . امیر حاتمی زیاته کړې ، دښمنان تل دایران ددفاعی توان په تیره بیا د توغندوی توان په کمزوری کولو پسې دی خو هیڅکله به ئې دغه خوب پوره نشی .
داسلامی ایران دفاع وزیر زیاته کړې،ایران به د توغندوی قدرت پر زیاتولو سربیره،حتماد سټراټژیک هوائی قدرت او پوځی حوزو په لورهم مخ واړوی.