دسعودی عربستان پلاوی ته ویزې ورکړل شوی
-
سعودي عربستان له ایران سره خپلې ډيپلوماټیکې اړیکې غوڅې کړي وې .
دایران دباندنیو چارو د وزارت ویندوی بهرام قاسمی له ایرنا خبری اژانس سره په مرکه کښې وویل دسعودی عربستان پلاوی ته د سفر لپاره ویزې او د الوت اجازه ورکړل شوی ده او احتمال شته چې دعربستان پلاوی دحج له ورځو وروسته ایران ته راشی .
هغه وویل دسعودی عربستان دپلاوی غړی یوازې دخپل سفارت د لیدو لپاره ایران ته راځی ځکه چې د دواړو هیوادونو د سیاسی اړیکو له غوڅیدا وروسته دغه سفارت خالی دی .
قاسمی ډاګینه کړه دسعودی عربستان پلاوی له ایران څخه د الوت اجازه غوښتی وه او تهران هغوې ته دسفر اجازه ورکړی ده .
دایران دبهرنیو چارو د و زارت ویندوی بهرام قاسمی په دې خبرې سره چې دایران یو(۱) پلاوی به هم په سعودی عربستان کښې دخپل سفارت کتنه وکړی وویل دایران پلاوی دوه(۲) اونۍ مخکې د عمان له لارې عربستان ته دسفر لپاره ویزې ترلاسه کړی دی .
سعودی عربستان د تیر میلادی کال د جنورۍ دمیاشتې په دریمه(۳) نیټه په تهران کښې په خپل سفارت او په مشهد کښې په کنسولګرۍ دځینو کسانو دحملې په پلمه له ایران سره خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې غوڅې کړی وې .