اسلامی ایران له ترهه ګرۍسره په مقابلې کې له ګاونډیوهیوادونوسره مرسته کوی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i55385-اسلامی_ایران_له_ترهه_ګرۍسره_په_مقابلې_کې_له_ګاونډیوهیوادونوسره_مرسته_کوی
دایران داسلامی جمهوریت دپوځ لوی درستیز سردار تورن جنرال محمد باقری نن په تهران کې دوسله وال ځواک د روزونې دمهارتونو په باب په یوه سیمنار کې پخپلې وینا کې ووئیل ،د دښمن له ټولو دسیسو او دنړیوال استکبار له چلولونو سره سره داسلامی انقلاب دمعظم لارښود په قوماندانۍ دایران وسله وال ځواک ،په بریالیتوب دایران د امنیت په ساتنې او په ګاونډیو هیوادونو کې له ترهه ګرۍ سره دمقابلې له بهیر سره په مرستو لګیا دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 04, 2017 12:00 Asia/Kabul
  • اسلامی ایران له ترهه ګرۍسره په مقابلې کې له ګاونډیوهیوادونوسره مرسته کوی

دایران داسلامی جمهوریت دپوځ لوی درستیز سردار تورن جنرال محمد باقری نن په تهران کې دوسله وال ځواک د روزونې دمهارتونو په باب په یوه سیمنار کې پخپلې وینا کې ووئیل ،د دښمن له ټولو دسیسو او دنړیوال استکبار له چلولونو سره سره داسلامی انقلاب دمعظم لارښود په قوماندانۍ دایران وسله وال ځواک ،په بریالیتوب دایران د امنیت په ساتنې او په ګاونډیو هیوادونو کې له ترهه ګرۍ سره دمقابلې له بهیر سره په مرستو لګیا دی .

 زمونږخبریال راپور راکړسردار باقری  په دغه سیمنار کې  دغه راز ووئیل ، دغه روزنې اومهارتونه  ددې لپاره دی چې دایران په وسله وال پوځ کې پرسنل  ، دسپیڅلی دفاع د پړاؤ په څیر  د دښمنانو له خوا  داحتمالی یرغلونو اوجنګ په وخت  کې د جنګ ډګر ته  ودانګی ..

 دایران داسلامی جمهوریت  دوسله وال پوځ دپرسنلو  د روزونکو  مهارتونو په باب سیمنار  نن   په تهران کې د   ایران د لوړپوړو حکومتی اوپوځی چارواکو  په شتون  سره  د  :په ټولنې او  کورنۍ کې  دسربازۍ  دجذابیّت  دزیاتیدا او دسرباز   او پرسنل  دمهارت د لوړتیا :  په شعار سره  ترسره شو .