اسلامی ایران له ترهه ګرۍسره په مقابلې کې له ګاونډیوهیوادونوسره مرسته کوی
دایران داسلامی جمهوریت دپوځ لوی درستیز سردار تورن جنرال محمد باقری نن په تهران کې دوسله وال ځواک د روزونې دمهارتونو په باب په یوه سیمنار کې پخپلې وینا کې ووئیل ،د دښمن له ټولو دسیسو او دنړیوال استکبار له چلولونو سره سره داسلامی انقلاب دمعظم لارښود په قوماندانۍ دایران وسله وال ځواک ،په بریالیتوب دایران د امنیت په ساتنې او په ګاونډیو هیوادونو کې له ترهه ګرۍ سره دمقابلې له بهیر سره په مرستو لګیا دی .
زمونږخبریال راپور راکړسردار باقری په دغه سیمنار کې دغه راز ووئیل ، دغه روزنې اومهارتونه ددې لپاره دی چې دایران په وسله وال پوځ کې پرسنل ، دسپیڅلی دفاع د پړاؤ په څیر د دښمنانو له خوا داحتمالی یرغلونو اوجنګ په وخت کې د جنګ ډګر ته ودانګی ..
دایران داسلامی جمهوریت دوسله وال پوځ دپرسنلو د روزونکو مهارتونو په باب سیمنار نن په تهران کې د ایران د لوړپوړو حکومتی اوپوځی چارواکو په شتون سره د :په ټولنې او کورنۍ کې دسربازۍ دجذابیّت دزیاتیدا او دسرباز او پرسنل دمهارت د لوړتیا : په شعار سره ترسره شو .