دمیانمار د مسلمانانو وژله ستر انسانی ناورین دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i56045-دمیانمار_د_مسلمانانو_وژله_ستر_انسانی_ناورین_دی
زمونږخبریال وایی دتهران د جمعې لمانځه موقته امام ایت الله احمد خاتمی په میانمار کښې د مسلمانانو وژل ستره انسانی غمیزه وبلله او ویې ویل دمیانمار د سلګونو زره خلکو د وژلو او کډوالولو دپردې شاته صهیونیسټ رژیم ولاړ دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 15, 2017 09:47 Asia/Kabul
  • اسلام ډګر ته راوتلی او استکبار له دې موضوع ویریدلی دی .
    اسلام ډګر ته راوتلی او استکبار له دې موضوع ویریدلی دی .

زمونږخبریال وایی دتهران د جمعې لمانځه موقته امام ایت الله احمد خاتمی په میانمار کښې د مسلمانانو وژل ستره انسانی غمیزه وبلله او ویې ویل دمیانمار د سلګونو زره خلکو د وژلو او کډوالولو دپردې شاته صهیونیسټ رژیم ولاړ دی .

هغه په دې خبرې سره چې دمیانمار حکومت په هماغو وسلو سره  ددغه هیواد مسلمانان وژنی په کومو وسلو سره چې صهیونیسټ رژیم دفلسطین دغزې تړانګې مسلمانان وژنی او ډاګینه یې کړه دمیانمار حکومت په ټول ظلم سره قومی پاکونه کوی او ددغه هیواد دخارجه چارو وزیرې او د حکومت لوړرتبه سلاکارې « ان سانګ سوچی »چې دنوبل  دصلح جایزه یې هم ګټلی ده هماغه راز د دغه نسل وژنې په اړه چپتیا غوره کړی ده .

دتهران دجمعې لمانځه موقته امام ایت الله خاتمی په میانمار کښې د مسلمانانو د وژلې په وړاندې   دنړیوالو ټولنو او دځینو اسلامی هیوادونو په چپتیا نیوکې سره وویل دمیانمار د مسلمانانو پرضد جنایتونه ددې ښودنه کوی چې اسلام ډګر ته راوتلی او استکبار له دې موضوع ویریدلی دی .

هغه دعراق د کردستان سیمې د بیلیدا  ټولپوښتنه هم  داستکبار او دصهیونیسټ رژیم نوی دسیسه وبلله او ویې ویل دعراق په کردستان سیمه  کښې له ټولپوښتنې د صهیونیسټ رژیم ملاتړ ددې ښودنه کوی چې دغه رژیم په عراق او سوریې کښې دداعش ترهګرې ډلې د دسیسې د رامینځته کولو له ماتی وروسته  دعراق د ویشلو او دنوی دسیسې دجوړولو هڅه کوی .

دتهران دجمعې لمانځه موقته امام ایت الله خاتمی د اټومی موافقې (JCPOA)پراساس دایران د پوځی مرکزونو د پلټڼې په اړه دځینو ادعاګانو په اړه ټینګار وکړ اټومی مرکزونه دایران د ملت رازونه دی او الحاقی پروټوکول او اټومی موافقې دایران د رازونو دپلټنې اجازه نه ده ورکړی .

هغه دعراق په ذی قار ولایت کښې په ناصریه ښار  کښې دداعش ترهګرې ډلې د پرونې ترهګرې حملې او دایران او دعراق د یوشمیر زیارتوالو دشهادت په غندلو سره وویل دغه حمله دنړیوال استکبار د جوړو کړې شویو ترهګرو ډلو د لالهاندې او ماتی نښه ده