اسلامی ایران د مقاومت له جبهو سره مرسته کوی
-
ایران په سوریې اوعراق کښې له تکفیري ترهګرو ډلو سره دمبارزې لپاره د پوځي سلاکارانو مرستې کوي .
ایرنا خبری اژانس وایی د ایران داسلامی جمهوریت دټولو قواو د قوماندنۍ د پوځی دفتر مشر محمد شیرازی په تهران کښې دمالک اشتر په اوم (۷)فیسټیوال کښې د مقاومت له جبهې سره د ایران داسلامی انقلاب دسپاه پاسداران ځواک دپوځی سلاکارانو مرسته په نړۍ کښې د ایران دسرلوړۍ سبب وبلله .
هغه وویل داسلام د زیږې څیرې په وړاندې کولو کښې د دښمانانو له دسیسې سره سره دایران داسلامی انقلاب سپاه پاسداران ځواک دمقاومت له جبهې سره د مرستې لپاره د خپلو پوځی سلاکارانو په شتون سره په نړی کښې د ایران د سرلوړې او ویاړ سبب شوی دی .
شیرازي وویل داسلامی دنیا له ظرفیت څخه په استفادې سره د نورو په استازی توب د جنګونو رامینځته کول دمسلمانانو پرضد د دښمانانو یوه(۱) بله دسیسه ده .
دایران اسلامی جمهوریت د سوریې او دعراق په رسمی غوښتنه په دغو دوو(۲) هیوادونو کښې له تکفیری ترهګرو ډلو سره دمبارزې لپاره د پوځی سلاکارانو مرستې کوی .
داعش او نورو ترهګرو ډلو چې امریکا، سعودی عربستان، انګلستان ، فرانسې ، اردن ، بحرین ،کویت ،ترکیې وغیره خپلوهدفونو ته درسیدا او د مسلمانو هیوادونو دکمزوری کولو او داسرائیلو لپاره دامن حاشیې درامینځته کولو لپاره جوړې کړی دی اوس په عراق او سوریې کښې سخته ماتی خوړلی ده او دله مینځه تلو په حال کښې دی .