په سوریې کښې دټروریسټانو ماتی دامریکا ماتی ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i56183-په_سوریې_کښې_دټروریسټانو_ماتی_دامریکا_ماتی_ده
زمونږ خبریال وایی په سوریې کښې د ایران داسلامی جمهوریت سفیر جواد ترک ابادی په دمشق کښې دسوریې له الاخباریه ټیلی ویژن سره په مرکې کښې وویل د سوریې د حکومت پرضد دټروریسټانو د دسیسو ماتی په حقیقت کښې په سیمه او سوریې کښې دامریکا ماتی ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 18, 2017 00:26 Asia/Kabul
  • دفلسطین د مسلې په اړه دایران دریځ هیڅکله نه بدلیږي او ثابت پاتې کیږي .
    دفلسطین د مسلې په اړه دایران دریځ هیڅکله نه بدلیږي او ثابت پاتې کیږي .

زمونږ خبریال وایی په سوریې کښې د ایران داسلامی جمهوریت سفیر جواد ترک ابادی په دمشق کښې دسوریې له الاخباریه ټیلی ویژن سره په مرکې کښې وویل د سوریې د حکومت پرضد دټروریسټانو د دسیسو ماتی په حقیقت کښې په سیمه او سوریې کښې دامریکا ماتی ده .

په سوریې کښې دایران سفیر جواد ترک ابادی دسیمې دهیوادونو پرضد د امریکا په دسیسو نیوکې سره وویل ایران دسوریې د کړکیچ دحل لپاره د قزاقستان د استانه په شپږمې(۶) غونډې کښې د سوریې دملی واکمنۍ او دځمکنۍ بشپړتیا په کاملې ساتنې ټینګار وکړ .

هغه  دفلسطین له ډلو سره دایران د ارتباط اندازه دفلسطین له ایډیالونو سره ددغو ډلو د نږدې کیدا او لیرې کیدا بنسټ وباله او ویې ویل دفلسطین د مسلې په اړه دایران دریځ هیڅکله نه بدلیږی او ثابت پاتې کیږی .

په سوریې کښې دایران سفیر په دې خبرې ټینګار سره چې صهیونیسټ رژیم او دهغه ملاتړی به کمزوری او ورټل پاتې شی وویل فلسطینیان دحق خاوندان دی او په نهایت کښې دغه حق هغوې ته ورکول کیږی .

هغه وویل صهیونیسټ رژیم باید تل اندیښمن وی ځکه چې د باطل پراساس رامینځته شوی دی .