فرانسې دایران په توغندوی ازموینې اندیښه وښودله
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i56593-فرانسې_دایران_په_توغندوی_ازموینې_اندیښه_وښودله
زمونږخبریال وایی فرانسې له صهیونیسټ رژیم سره غږمله دایران لخوا دخرمشهر دبلاسټیک توغندی په بریالیتوب سره په ازمویلو اندیښنه وښودله او دملګروملتونو له سرمنشی یې وغوښتل په دې موضوع غور وکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 24, 2017 03:10 Asia/Kabul
  •  دایران توغندوي ازموینې د اټومي موافقې خلاف ورزۍ نه ده .
    دایران توغندوي ازموینې د اټومي موافقې خلاف ورزۍ نه ده .

زمونږخبریال وایی فرانسې له صهیونیسټ رژیم سره غږمله دایران لخوا دخرمشهر دبلاسټیک توغندی په بریالیتوب سره په ازمویلو اندیښنه وښودله او دملګروملتونو له سرمنشی یې وغوښتل په دې موضوع غور وکړی .

دفرانسې حکومت وویل دایران توغندوی ازموینه دملګروملتونو دامنیت شورا له ۲۲۳۱ پریکړه لیک سره توپیر لری .

له دې مخکې هم صهیونیسټ رژیم دایران په توغندوی ازموینې اندیښنه څرګنده کړی وه .

فرانسه ، صهیونیسټ رژیم او امریکا ادعا کوی چې دایران دتوغندویو ازمویل د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک خلاف ورزۍ ده خو د اروپایی اتحادیې دخارجی سیاست دمسولې ویندوې میرمن نبیله مسرالی څو ورځې مخکې ویلی وو چې دایران توغندوی ازموینې د اټومی موافقې خلاف ورزۍ نه ده .