د ایران او روسیې ولسمشرانو د سیمې بدلونونه وجاجول
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د روسیې له ولسمشر سره په ټیلیفوني خبرو کښې د تهران-ماسکو د اړیکو د پراختیا په هرکلي سره ټینګار وکړ: د موجودو طرحو په پرمخ بیولو سره به د دواړو هیوادونو اړیکې له مخکښې نه زیاتې مضبوطې شي.
د ایران ولسمشر حسن روحاني نن له خپل روسي همرتبه ولادیمیر پوټین سره په ټیلیفوني خبرو کښې په تهران کښې د ایران، روسیې او آذربایجان جمهوریت راتلونکې غونډې ته په اشارې سره وویل: ایران له روسیې او آذربایجان جمهوریت سره اړیکو ته د زیات اهمیت قایل دی او د تهران په راتلونکې غونډه کښې به د درې واړو هیوادونو د پام وړ مسائل وجاجول شي.
ولسمشر روحاني د سوریې د موضوع او د آستانه غونډې د تعقیبونې په هکله د ایران او روسیې ګډو دریځونو ته په اشارې سره زیاته کړه: اوس د ټولې نړۍ سترګې د قزاقستان په پلازمینه آستانه کښې د سوریې د سولې خبرواترو او په سوریه کښې د ایران او روسیې رغنده ملګرتیاو ته دي.
د ایران ولسمشر په سیمه کښې د هیوادونو د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې او د پولو د نه بدلون په اهمیت باندې په ټینګار سره د عراق روانو بدلونونو ته هم اشاره وکړه او څرګنده یې کړه: د سیمې امنیت او د عراق د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي یووالي ساتنه د ایران لپاره ډیره مهمه ده او په دې لړ کښې به د سیمې د هیوادونو غږملتیا او ملګرتیا ډیره اغیزشیندونکې وي.
په دې ټیلیفوني خبرو کښې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین هم له تهران سره د اړیکو د هراړخیزې پراختیا لپاره د ماسکو په هوډ باندې یوځل بیا ټینګار وکړ او د اجرا په حال کښې طرحو او پروژو چټکه اجرا یې د دې اړیکو د لازیاتې پیاوړتیا په لړ کښې موثره وبلله.
هغه همداشان په آستانه کښې د سوریې په هکله تیرو غونډو ته په اشارې او پکښې یې د تهران د رغنده دریځونو په قدرونې سره وویل: د سوریې په هکله د ترکیې په شمول د روسیې او ایران ملګرتیا به په دغه هیواد کښې د ارامښت تر ټینګښت او د ترهګرو تر ختمیدو پورې دوام ولري.
د روسیې ولسمشر دغه راز د عراق له مرکزي حکومت او د دغه هیواد له ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ اعلان کړ.