د شهید محسن حججی د جنازې مراسم نن کیږی
-
دسوریې او دعراق عسکرو او ولسي ځواکونو په تیرو څو میاشتو کښې ترهګرو ته سخت ګوزارونه ورکړي دي .
زمونږخبریال وایی د ایران دفاع وزارت خپل ملت ته بلنه ورکړه چې د مدافع حرم اهل بیت علیه السلام د شهید محسن حججی دجنازې په دستورو کښې پراخ ګډون وکړی .
د مدافع حرم شهید محسن حججی پاک مړی پرون تهران ته راوړل شوی دی .
محسن حججی د روان میلادی کال داګست په نهمه(۹)نیټه د سوریې او دعراق په سرحد کښې دداعش ترهګرې ډلې لخوا له نیول کیدا وروسته شهید کړی شوی وو .
ټاکل شوی ده چې د شهید حججی پاک مړی نن په مشهد سپیڅلی ښار کښې دحضرت امام رضا علیه السلام په حرم کښې له طواف وروسته خاورو ته دسپارلو لپاره سبا داصفهان ولایت نجف اباد ښار ته یوړل شی .
دسوریې جنګ له ۲۰۱۱ او د عراق کړکیچ له ۲۰۱۴ میلادی کال راهسې د سعودی عربستان ، امریکا ، انګلستان او دنورو هیوادونو تر ملاتړ لاندې د ترهګروډلو په پراخو یرغلونو سره د صهیونیسټ رژیم په ګټه دسیمې د معادلاتو د بدلولو لپاره پیل شوی .
خو دسوریې او دعراق عسکرو او ولسی ځواکونو د لبنان داسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله د ځواکونو په ملاتړ سره په تیرو څو میاشتو کښې ترهګرو ته سخت ګوزارونه ورکړی دی .