داسلامی ایران توغندوی آزموینې غیرقانونی نه دی
امریکا مدعی ده دایران توغندوی آزموینې د ملګروملتو د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک خلاف ورزی ده اوپه دغو آزموینو کې هغه توغندی هم شامل دی ، چې ایټمی خولۍ وړلی شی ، خو داروپائی اتحادئې د بهرنی سیاست دمسئولې میرمن فډریکا موګرینی ویندوئې میرمن نبیله مسرالی هم په همداوروستیو کې وئیلی دی وایران ایټمی آزموینې د جامعې ایټمی موافقې خلاف ورزی نه ده .
د روسیې دخارجه وزارت د وسلو دکنټرول اودپراختیا دبندیز د برخې مشر میخائیل اولیانف په دې خبرې په ټینګار سره چې دملګروملتو دامنیت شورا ۲۲۳۱پریکړه لیک یوازې له ایرانه غوښتی دی ، د هغو بالیسټیک توغندوی له توغولو دې ډډه وکړی چې دایټمی وسلو د وړلو توان لری ، باید ووئیل شی داسلامی ایران بالسټیک توغندی د ایټمی وسلو د وړلو لپاره نه دی پلان شوی .
هغه دغه راز زیاته کړې دایران داسلامی جمهوریت توغندوی پروګرام یوازې د دغه هیواد دملی امنتی دتضمین لپاره دی .
دامریکا واک ته د ډونالډ ټرمپ په رسیدو سره ، واشنګټن دایران داسلامی جمهوریت په ض د لازیات غلیمانه سیاستونه غوره کړی دی .
امریکا مدعی ده دایران توغندوی آزموینې د ملګروملتو د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک خلاف ورزی ده اوپه دغو آزموینو کې هغه توغندی هم شامل دی ، چې ایټمی خولۍ وړلی شی ، خو داروپائی اتحادئې د بهرنی سیاست دمسئولې میرمن فډریکا موګرینی ویندوئې میرمن نبیله مسرالی هم په همداوروستیو کې وئیلی دی وایران ایټمی آزموینې د جامعې ایټمی موافقې خلاف ورزی نه ده .
دایران داسلامی جمهوریت اړونده چارواکو په کرتو وئیلی دی ، دایران بالسټیک توغندی دایټمی خولیو د وړلو لپاره نه دی پلان شوی او ایټمی وسلو ته کومه اړتیا هم نه لری ، ځکه له ایټمی وسلو استفاده اسلامی انقلاب دمعظم لارښود دفتوا په اساس حرامه ده